د سډني پولیس وايي چې د اسټرالیا یو مشهور پخوانی پوځي، بن رابرټس-سمیت، یې د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور نیولی دی.

 

اسټراليايي رسنئ لیکي چې نوموړي د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۲ موده کې په افغانستان کې لږ تر لږه پنځه کسان بې له قانوني جوازه وژلي دي.

د بشري حقونو نړیوال تنظيم هیومن رائټس واچ د دې ګرفتارۍ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د جګړې د مظلومو خلکو لپاره د انصاف په لور یو مهم ګام دی.

 

قانوني بهیر

دا ګرفتاري د “بریریټن رپورټ” نه څو کاله وروسته شوې ده. په دې راپور کې د اسټرالیايي ځواکونو له خوا د افغانستان په جګړه کې د ممکنه جنګي جرمونو تفصیل ورکړل شوی و.

 

چارواکي وايي چې د جګړې په سیمو کې ثبوتونه راټولول او قانوني شرطونه پوره کول وخت غواړي، نو ځکه په دې معامله کې ځنډ راغلی.

 

د دې قضیي تفصیل 

د بن رابرټس-سمیت پر ضد پلټنې هغه وخت زور واخیست چې عدالت دا ومنله چې د ده پرضد خپاره شوي راپورونه تر ډېره حده سم دي. 

 

راپورونو کې دا هم راغلي دي چې:

  • یو بندي چې لاسونه یې تړلي وو، له جګ ځایه غورځول شوی 
  • یو بې وسلې افغان، چې مصنوعي پښه یې لرله، وژل شوی و
  •  کشر پوځیانو ته د بندیانو د وژلو حکم ورکړل شوی و

 

د علي جان پېښه

د عدالت په فیصله کې د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۱۱مې نېټې یوه پېښه هم په تفصیل سره ذکر شوې ده. ویل کېږي چې په دغه ورځ بن رابرټس-سمیت د داروان کلي ته د یوې پوځي کاروایۍ برخه و، چې مقصد یې د یو شکمن افغان سرتېري په اړه معلومات تعقیبول وو.

 

د عملیاتو په اخره برخه کې، اسټرالیايي ځواکونو په سیمه کې کورونه تلاشي کول، چې په یو ځای کې یې درې داسې کسان وموندل چې لاسونه یې تړلي وو او د جنګ جوګه نه وو. په دې کسانو کې یو علي جان هم و.

 

یو افغان ګواه، محمد حنیفه، عدالت ته ویلي چې دی او علي جان له کوره بهر بوتلل شول او هلته ترې پوښتنې کېدې. هغه ویلي چې یو “لوړ قد پوځي” پرې وهل ټکول کول. بل ګواه، شهزاده فیض، ویلي چې هغه همدا پوځي ولید چې علي جان یې د یوې ژورې درې غاړې ته بوتلو.

 

د عدالت د ریکارډ تر مخه، وروسته علي جان د غونډۍ پر سر ودرول شو او بیا یې له زورور ټېل سره ښکته وغورځول، چې په لاره کې یې مخ په تیږه ولګېد او سخت ژوبل شو. وروسته د ډزو غږونه واورېدل شول او هغه مړ وموندل شو.

 

راپور کې دا هم ویل شوي چې وروسته د پېښې ځای داسې جوړ کړل شو چې ګواکې وژل شوی کس جنګیالی و، حتی د هغه تر څنګ سامان کېښودل شو او بیا یې عکسونه واخیستل شول.

 

نورې تورنې پېښې

عدالت دا هم ویلي چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې د چینارتو په کلي کې، بن رابرټس-سمیت د یو نیول شوي افغان د وژلو حکم ورکړی و، او هغه په دې قتل کې شریک او ذمه وار بلل شوی دی.

 

بن رابرټس-سمیت د اسټرالیا له ډېرو اعزاز لرونکو پوځیانو نه یو ګڼل کېږي، خو که په ده دا تورونه ثابت شي، نو امکان دی چې ټول مډالونه او اعزازونه ترې بېرته واخیستل شي.

 

له دې نه وړاندې یو بل اسټرالیايي پوځي، اولېور شولز، هم د ورته تورونو په بنیاد نیول شوی، او ویل کېږي چې د هغه مقدمه به په ۲۰۲۷ کال کې پېل کېږي.