د پولې پر غاړه، هلته چې غرونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ ولاړ دي، یو د خټو جوړ سکول لا هم ولاړ دی. دیوالونه یې ژوبل دي، چت یې درزونه لري، خو د ماشومانو هیلې لا نه دي نړېدلې.

 

شاوخوا یوه میاشت مخکې، د پولې هغې غاړې نه راغلو مارټر ګولیو د انګور اډې اسلامیه پبلک سکول دیوالونه ووهل. خټې راولوېدې، دوړې پورته شوې، خو د خدای شکر و چې د کوم ماشوم وینه پکې توې نشوه.

 

دا یوازې یو سکول نه دی.

 

دا د هغو یتیمو او بې وسه ماشومانو د سبا هیله ده، چې دلته وړیا زده کړې کوي. دا هغه ځای دی چې یو وخت به د پولې دواړو غاړو ماشومان، په ځانګړي ډول افغانې نجونې، په یوه ټولګي کې ناستې وې. هغوي د سیاست په ژبه نه پوهېدل؛ هغوي یوازې الف، ب، ت او د خپل راتلونکي خوبونه زده کول.

 

نن سرحدونه تړلي دي، بې باوري زیاته شوې او د جګړې سیوری د دواړو هېوادونو پر خلکو غوړېدلی دی. په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې دي، او د پولې دې غاړې ته هم د ناامنۍ سیوری د ماشومانو پر کتابونو پرېوځي.

 

خو د ماشومانو خوبونه نه سرحد پېژني او نه سیاست.

 

د کتاب پاڼه د توپ له لوګي سپینه ده، او د قلم رنګ د بارودو له تور رنګ نه ډېر پیاوړی دی. که د دې خټو سکول دیوالونه ورغول شي، ښیي یوازې یوه ودانۍ جوړه نه شي، بلکې د باور یو پل هم ورسره جوړ شي. داسې پل چې د کرکې پر ځای د ګاونډیتوب، د وېرې پر ځای د هیلو، او د جګړې پر ځای د تعلیم خبرې وکړي.

 

هیڅ مور، که د انګور اډې وي او که د پولې هغې غاړې، دا نه غواړي چې ماشوم یې د چاودنې غږ ته راویښ شي. هره مور غواړي چې ماشوم یې د ښوونځي زنګ واوري.

 

شاید د سولې خبرې له لویو کنفرانسونو نه، بلکې له همدې خټو جوړ سکول څخه پېل شي.

 

هغه ورځ به تر ټولو ښکلې وي چې د پولې دواړو غاړو ماشومان بیا یو ځل د یوه کتاب تر سیوري لاندې کښېني؛ هلکان او نجونې، بې له وېرې، بې له کرکې او بې له توپونو. ځکه ښوونځي باید د جګړې لومړني قربانیان نه، بلکې د سولې لومړني سفیران وي.

 

راځئ، د پولې پر ځای د ماشومانو راتلونکی وساتو. راځئ، د بارودو پر ځای کتابونه خوندي کړو. او راځئ، خپلو ماشومانو ته داسې سیمه پرېږدو چې د مارټر غږ نه، بلکې د ښوونځي د زنګ غږ پکې واورېدل شي.