خیبر پښتونخوا د پاکستان له هغو سیمو څخه ده چې طبیعت پرې بې شمېره پېرزوینې کړې دي. له چتراله تر کوهاټه، له ګلګت ته نږدې غرنیو درو تر باجوړ، دیر، شانګلې، بونیر، ملاکنډ او سوات پورې، هره سیمه د خپل ځانګړي حسن، یخو چینو، شنو ځنګلونو، سیندونو، آبشارونو او غرونو له امله د زرګونو سیلانیانو د پام وړ ده. هر کال، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، د هېواد له بېلابېلو برخو او بهرنیو هېوادونو څخه خلک دغو سیمو ته د ارام، تفریح او د طبیعت د ښکلا د نندارې لپاره ورځي.

 

د سوات مهوډنډ هم د همدې ښکلاوو له ډلې یوه بې ساري سیمه ده. د غرونو په منځ کې پروت شین ډنډ، د اسمان او غرونو انځورونه په خپلو اوبو کې ساتي. د سهار یخه هوا، د ونو سیوري، د سیند روانې اوبه او د کښتۍ چکر د هر لیدونکي لپاره داسې خاطره جوړوي چې کلونه یې له ذهنه نه وځي. د سیمي لسګونه کورنۍ د همدې سیاحت له لارې خپل ژوند پرمخ وړي. د کښتیو چلول، هوټلونه، وړې هټۍ، لارښودان او نور کاروبارونه د سیلانیانو له راتګ سره تړلي دي.

 

خو د دې ښکلا تر شا یو بل حقیقت هم پروت دی؛ هغه حقیقت چې له کلونو راهیسي ترې سترګې پټې شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې سیاحت ډېر شوی، خو د سیلانیانو د خوندیتوب، بیړنیو مرستو او بنسټیزو اسانتیاوو برخه لا هم د اړتیا له کچې ډېره وروسته پاتې ده.

 

په مهوډنډ کې هره ورځ لسګونه کښتۍ په ډنډ کې ګرځي، خو ډېرې یې نه د ژوند ژغورنې واسکټونه لري، نه د مسافرو ټاکلی شمېر مراعاتوي، نه د کښتۍ چلوونکي مسلکي روزنه لري او نه هم داسې کوم واضح نظام شته چې د خوندیتوب اصول عملي کړي. ډېر سیلانیان هم د سیمي له خطرونو ناخبره وي او یوازې د طبیعت په ښکلا کې ډوب وي.

 

د مهوډنډ اوبه یوازې ښکلې نه دي، بلکې ډېرې ژورې او ډېرې یخې هم دي. که څوک اوبو ته ولوېږي، په څو دقیقو کې د بدن ځواک له لاسه ورکوي. په داسې حالت کې که سمدستي مرستندویه ډله، غوطه ‌ور، امبولانس او روغتیايي اسانتیاوې موجودې نه وي، نو د ژوندي پاتې کېدو امکان ډېر کمېږي.

 

دوه ورځې وړاندې ،د جولایۍ په لومړۍ، د یوې کورنۍ د کښتۍ غمیزې هم همدا حقیقت یو ځل بیا ټولو ته په ډاګه کړ. د اوو کسانو یوه کورنۍ د کښتۍ له پېښې وروسته اوبو ته ولوېده. ځایي خلکو په خپلو شخصي هڅو د ژغورنې عملیات پېل کړل او د شپږو کسانو جسدونه یې راویستل، خو یوه اوولس کلنه نجلۍ لا هم ورکه ده او د ژغورنې ادارې یې د لټون عملیات روان بولي.

 

دا یوازې یوه پېښه نه ده؛ دا د یوه داسې نظام انځور دی چې لا هم د پېښو د مخنیوي پر ځای د پېښو د شمېرلو په تمه وي. له بده مرغه، زموږ په ډېرو سیاحتي سیمو کې همدا حالت لیدل کېږي. کله د غرونو پر سړکونو د خوندیتوب مناسب تدابیر نه وي، کله د سیندونو او آبشارونو پر غاړو خبرداری ورکوونکې نښې نه وي، کله د ژغورنې ټیمونه شتون نه لري او کله هم امبولانس یا روغتون څو ساعته لرې وي.

 

تر دې هم د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د پېښې پر مهال د رسمي معلوماتو په خپرولو کې هم ګډوډي رامنځته کېږي. یو وخت د درېیو مړو خبر ورکول کېږي، بیا د پنځو او وروسته د اوو کسانو. دا ډول متضاد معلومات نه یوازې د خلکو اندېښنې زیاتوي، بلکې د ادارو پر اعتبار هم پوښتنې راپورته کوي.

 

سیاحت یوازې د ښکلو ځایونو نوم نه دی. په نړۍ کې هغه هېوادونه چې د سیاحت له لارې میلیاردونه ډالر عاید ترلاسه کوي، لومړی یې د سیلانیانو د خوندیتوب لپاره پراخ نظام جوړ کړی وي. هلته هره کښتۍ د قانون له مخې ثبت وي، هر مسافر د ژوند ژغورنې واسکټ اغوندي، د کښتۍ چلوونکي روزل شوي وي، د موسم او اوبو حالت څارل کېږي، او د ژغورنې ډلې د څو دقیقو په واټن کې چمتو ولاړې وي.

 

په خیبر پښتونخوا کې هم که حکومت غواړي چې سیاحت د اقتصاد یوه مهمه ستنه وګرځي، نو یوازې د ښکلو سیمو اعلانول او د سیاحت کمپاینونه بسنه نه کوي. تر ټولو مهمه اړتیا د خوندیتوب ده. سیلانی به هغه وخت بیا هم راځي چې باور ولري د ده او د ده د کورنۍ ژوند خوندي دی.

 

په مهوډنډ، کالام، ملم جبې، کمراټ، شندور، چترال، ګبین جبه، کنډول، سپین اوبه، ایلم غر او نورو سیاحتي سیمو کې باید د ریسکیو ۱۱۲۲ دایمي مرکزونه جوړ شي. مسلکي غوطه‌ ور، ژغورونکي، امبولانسونه، لومړنۍ طبي مرستې، کوچني روغتیايي مرکزونه او د چورلکو له لارې د بیړني انتقال پلانونه باید موجود وي.

 

هره کښتۍ باید ثبت شوې وي، د مسافرو ټاکلی شمېر مراعات کړي، د ژوند ژغورنې واسکټونه ولري او د خوندیتوب له معاینې پرته د فعالیت اجازه ور نه کړل شي. د دې تر څنګ باید سیلانیانو ته د خطرونو په اړه په خپلو ژبو لارښوونې، خبرداری ورکوونکې نښې او معلوماتي بورډونه ولګول شي.

 

ځایي ټولنې هم مهم رول لري. د سیاحت عاید تر ډېره د همدې خلکو جیبونو ته ځي، نو د سیلانیانو د ژوند ساتنه هم باید خپله ګډه دنده وبولي. د کښتۍ چلوونکو ته مسلکي روزنه، د بیړنیو حالاتو تمرینونه او د خوندیتوب د اصولو عملي کول باید د هر کاروبار لازمي برخه وي.

 

د مهوډنډ د دې غمیزې قربانیان به خاورو ته وسپارل شي، ورکه نجلۍ به هم یوه ورځ وموندل شي او د هغوي کورنۍ به له نه جبرانېدونکي درد سره ژوند ته دوام ورکړي. خو که له دې پېښې زده کړه ونه شي، که د غفلت او کمزورې ادارې اصلي لاملونه له منځه ولاړ نه شي، نو دا غمیزه به یوازې د بلې غمیزې تر راتلو پورې هیره شي.

 

د خیبر پښتونخوا طبیعي ښکلا زموږ ګډه شتمني ده، خو د دې ښکلا اصلي ارزښت هغه وخت خوندي پاتې کېدی شي چې د انسان ژوند تر هر ډول کاروبار، عاید او سیاحتي ګټې لوړ وګڼل شي. د یوه سیلاني ژوند د یوې کښتۍ له کرایې، د یوه هوټل له ګټې او د یوې ورځې له کاروباره ډېر ارزښت لري. که موږ غواړو چې نړۍ زموږ غرونه، سیندونه او ډنډونه وویني، نو باید لومړی نړۍ ته وښیو چې دلته د انسان ژوند هم هغومره ارزښت لري لکه د طبیعت ښکلا.