د خیبر ضلعې د تيراه نوم چې واخيستل شي، نو د شنو غرونو، يخې هوا، رڼو چينو او مېوو ډکو باغونو انځور سمدستي ذهن ته راځي. د سپين غر په لمنو کې پرته دا غرنيزه سيمه د خپلې حاصلخېزې خاورې، پاکې هوا او طبيعي اوبو له امله د پاکستان له هغو سيمو څخه شمېرل کېږي چې د معتدلو اقليمي مېوو د کر لپاره ډېر مناسب طبيعي شرايط لري.
د تيراه مېدان، راجګل، مستوره او وران درې د سمندر له سطحې څخه په لوړه ارتفاع پرتې دي. د کرنې او باغدارۍ پوهان وايي، د دغو سيمو يخې شپې، معتدلې ورځې او د ورځې او شپې د تودوخې طبيعي توپير د دې سبب کېږي چې مېوې ښه رنګ، طبيعي خوږوالی، ځانګړی خوند او خوشبويي پيدا کړي. د دوي په وينا، همدا ځانګړتياوې د تيراه مېوې له نورو سيمو بېلوي.
د تاريخي او جغرافيايي اسنادو له مخې، د تيراه حاصلخېزې درې د باړې سیند د سرچينو په شاوخوا کې پرتې دي. د غرونو له رسوباتو جوړه شوې حاصلخېزه خاوره، طبيعي چيني او دوديزې ويالې د باغدارۍ لپاره مناسب چاپېريال برابر کړی دی. د غرونو په لمنو کې په زينو زينو جوړ شوي باغونه د دې سيمي د ښکلا او کرنيز ژوند مهمه برخه ده.
په تيراه کې د مڼو، ناشپاتيو، شفتالو، زردالو، الوچو، انګورو، انارو، توت او اخروټو په ګډون بېلابېلې مېوې کرل کېږي. په ځانګړي ډول د اخروټو او توت پخوانۍ ونې د دې سيمي د طبيعي شتمنۍ برخه ګڼل کېږي او د مېدان درې په ګڼو سيمو کې تر اوسه هم ولاړې دي.
د کرنې د څېړنو له مخې، خیبر پښتونخوا د معتدلو اقليمي مېوو د توليد له مهمو سيمو څخه ده او د خیبر غرنيزي سيمي د باغدارۍ لپاره پراخ طبيعي امکانات لري. د باغدارۍ متخصصين وايي، لوړوالی، مناسبه تودوخه، پاکې اوبه او د خاورې ښه جوړښت د مېوو د لوړ کيفيت بنسټيز عوامل دي.
خو د تيراه باغداري د تېرو دوو لسيزو د جګړو، ناامنۍ او بېځايه کېدو له اغېزو هم خوندي نه ده پاتې شوې. د جګړو پر مهال ډېر باغونه بې پالنې پاتې شول، د اوبو ځيني ويالې ويجاړې شوې او ګڼ بزګران خپلې سيمي پرېښودو ته اړ شول. د امنيتي وضعيت له ښه کېدو وروسته اوس يو شمېر باغ لرونکي بېرته خپلو باغونو ته ستانه شوي او د باغونو د بيا سمسورتيا هڅې روانې دي.
د باغدارۍ پوهان وايي، که څه هم د تيراه طبيعي شرايط د لوړ کيفيت مېوو د توليد لپاره مناسب دي، خو د معياري نيالګيو کمښت، د سړو خونو نشتوالی، د مېوو د ساتنې او بسته بندۍ محدود امکانات او د بازارموندنې ستونزې لا هم د سيمي د بزګرانو مهمې ننګونې دي.
د کرنې او باغدارۍ پوهان وايي، د باغونو د ښه حاصل لپاره تل ډېرو لګښتونو ته اړتيا نه وي، بلکې د باغ سمه پالنه تر ټولو مهمه ده. د دوي په وينا، بزګران بايد د خپلې سيمي له هوا سره برابر او معياري نيالګي وکري، د ژمي په موسم کې د ونو شاخه بري وکړي، د کيمياوي سرو پر ځای پوخ طبيعي سرګين وکاروي او د ونو تر بېخه وچ واښه او پاڼې هوارې کړي، څو د خاورې لندبل او حاصلخېزي وساتل شي.
پوهان دا هم سپارښتنه کوي چې د باران اوبه دې خوندي شي، د کوچنيو زېرمو او کندو له لارې دې د اوبو د ساتنې هڅې وشي، ناروغې څانګې او خرابې مېوې دې پر وخت لرې کړل شي او د ګل پر مهال دې د حشره وژونکو دواګانو له بې ضرورته استعماله ډډه وشي، ځکه مچۍ او نور ګرده افشان حشرات د ښه حاصل لپاره مهم رول لري.
د باغدارۍ متخصصين باور لري، که د تيراه بزګران د خپلو پلرونو دوديزه تجربه له نويو کرنيزو لارو چارو سره يو ځای کړي او ورسره د سړو خونو، د مېوو د درجه بندۍ، بسته بندۍ او بازارموندنې اسانتياوې هم برابرې شي، نو د تيراه مېوې به د پاکستان په بازارونو کې نور هم ښه ځای پيدا کړي او د سيمي د زرګونو کورنيو د عايد په زياتېدو کې به مهم رول ولوبوي.
سره له دې چې د تيراه د مېوو د کلني توليد، د باغونو د مساحت او اقتصادي ارزښت په اړه تر اوسه بشپړې رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو موجودې علمي او کرنيزې څېړنې دا څرګندوي چې د تيراه غرنی اقليم، حاصلخېزه خاوره او طبيعي اوبه د لوړ کيفيت معتدلو اقليمي مېوو د پیداوار لپاره غوره طبيعي شرايط برابروي. همدا ځانګړتياوې د تيراه مېوې د خوند، خوږوالي او کيفيت له پلوه د خیبر پښتونخوا د باغدارۍ له مهمو شتمنيو څخه ګرځوي.

ابراهیم شینواری