لکي مروت : د پاکستان پوځ د ۴۰ ډويژن جي او سي ،مېجر جنرل مدثر سعید، د لکي مروت د لکي ښار بازار او تاجزي ټاون شپ دوره کړې او هلته یې له ځايي خلکو، دوکاندارانو، پولیس چارواکو او انتظامیې سره لیدلي دي.

 

د پوځ له خوا ،د اګست په ۲۴مه، د خپرو شوو معلوماتو له مخې، مېجر جنرل مدثر سعید په لکي ښار بازار کې له دوکاندارانو او عامو خلکو سره خبرې وکړې او د سیمې د امنیتي حالاتو په اړه یې د هغوي نظرونه واورېدل.

 

د دورې پر مهال مستحقو کورنیو ته راشن هم ووېشل شو او په دنده بوختو ټرافیک پولیسو ته د هغوي د کار د ستاینې په توګه نغدي انعامونه ورکړل شول.

 

په خپرو شوو عکسونو کې د پوځ افسران د لکي ښار په بازار او کلیوالو سیمو کې له خلکو او ماشومانو سره د خبرو او د خوراکي توکو د وېش پر مهال لیدل کېږي.

 

مېجر جنرل مدثر سعید وروسته تاجزي ټاون شپ ته ولاړ، چې د ضلعي انتظامیې چارواکو یې هرکلی وکړ. هلته یې د ډي سي ماډل سکول تاجزي پرانیسته هم وکړه.

 

د پوځ د معلوماتو له مخې، جي او سي د ډسټرکټ نیورو سنټر دوره هم کړې او د سیمې د پرمختیايي او فلاحي منصوبو په اړه یې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې دي.

 

چارواکو ویلي دي، چې د پوځ، پولیسو، سول انتظامیې او ځايي خلکو ترمنځ همکاري د لکي مروت د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره مهمه ده.

 

تر دې دمه د دې دورې په اړه د ځايي خلکو یا کومې خپلواکې سرچینې جلا دریځ مخې ته نه دی راغلی.