اسلام‌ اباد : ملي جمهوري غورځنګ، این ډي اېم، د صوبو د انتظامي بنیادونو پر وېش روانې خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې د قامونو تاریخي شناختونه او جغرافیایي حدود په انتظامي بنیادونو نه شي بدلیدی.

 

د ملي جمهوري غورځنګ د مرکزي کابینې غونډه ،د اګست پر ۲۳مه، د ګوند د مرکزي صدر ،محسن داوړ، په مشرۍ شوې، چې پکې د هېواد روان سیاسي او امنیتي وضعیت، د ګوند تنظيمي فعالیتونه او راتلونکو پروګرامونو ته کتنه شوې ده.

 

ګوند په یو بیان کې ویلي دي، چې په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا ـ بلوچستان کې یې د روانې ناامنۍ، هدفي وژنو، باج اخیستنې او تښتونو غندنه کړې او د خلکو د ځان او مال ساتنه یې د حکومت اساسي ذمه واري بللې ده.

 

غونډې همداراز د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پښتنو د شناختي کارډونو د بندولو پر راپورونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې این ډي اېم به د دې مسئلې پر ضد په قانوني او سیاسي فورمونو غږ پورته کوي.

 

د غونډې ګډونوالو د ګوند د صوبايي تنظیمونو پر فعالیتونو او سیاسي چارو هم خبرې کړې دي. ملي جمهوري غورځنګ ویلي دي، چې د سپتمبر پر لومړۍ نېټه به د ګوند د جوړېدو پنځمه کلیزه ولمانځي، او د اګست پر ۲۶مه به د عمر شیراني د دویم تلین په مناسبت یادغونډې هم جوړې کړي.

 

په غونډه کې د ګوند لوړپوړو مشرانو افراسیاب خټک، مزمل شاه، بشرا ګوهر، احمد جان لالا، جمیله ګیلاني، خوشحال خان او د بېلابېلو صوبايي او مرکزي څانګو نورو مسئولینو ګډون کړی و.