د پاکستان او افغانستان تر منځه د تګ راتګ لپاره د تورخم دروازه، چې د روانې جګړې له امله د څو مياشتو راهيسي تړل شوې وه، د مارچ په ۲۶مه  افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو لپاره پرانيستل شوه.

 

د اقدام په اړه د خېبر مرستیال کمشنر انعام‌الله وزیر وايي چې د تورخم دروازه د انساني اړتیاوو له مخې یوازې د هغو افغانانو لپاره پرانیستل شوې چې په پاکستان کې د بې اسنادو اوسېدو له امله نیول شوي او بیا خوشي شوي دي. هغه تاییدوي چې په وروستیو ورځو کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي کېدو نه پس د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شول، ورسره د هغوي د ثبت، لومړنیو مرستو او انتقال ټول ترتیبات ترسره شوي دي.

 

د کندهار د کډوالو رياست او د سپین بولدک د ترانزیت دفتر په وینا، شاوخوا ۴۲۶ افغان ماشومان، سړي او ښځې د یوې ورځې نه تر دوو میاشتو پورې په پاکستاني زندانونو کې بند پاتي وو، چې له خوشي کېدو وروسته يې د ثبت اسنادو سره د ملاتړ کڅوړې ترلاسه کړې او خپلو ځايي سیمو ته واستول شول.

 

خو د راتګ له دې لومړنیو آسانتیاوو وروسته، د ستنېدونکو ژوند د ډېرو سختو ستونزو سره مخ کيږي. د افغانستان د بېرته ستنیدونکو چارو د څارونکو نړیوالو بنسټونو په وینا، ستنیدونکي د کور، سرپناه، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند له نورو بنسټیزو اړتیاوو د کموالي په شمول د ترینګلو ستونزو سره مخ دي. ډېرې کورنۍ په هغو غریبو او غیر رسمي مېشت ځایونو کې ځای پر ځای کېږي چې کورونه یې کمزوري او د قدرتي آفتونو له امله د نړيدو د خطر سره مخ دي. د اوبو نشتوالی، د ټانکر اوبو لوړې بیې او د ککړو اوبو څښاک د ناروغیو د ډېرېدو لامل کېږي.

 

روغتیايي مرکزونه زياتره لرې یا غیر فعال دي، او درملنې ته لاسرسی محدود دی.

د ستنېدونکو لپاره تر ټولو لویه ننګونه اقتصادي فشار دی. هاغه خلک چې په پاکستان کي يې د کلونو په اوږدو کې کار، دکان یا کوم روزګار درلودل، افغانستان ته په راستنېدو سره له صفره پېل کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څېړنې ښيي چې ډېرې کورنۍ د بېرته راستنېدلو پر مهال د روزګار نشتوالي او خوراک کمښت له امله پورونه اخيستلو ته مجبور دي.

 

د ښځو او نجونو حالت لا ډېر سخت دی. د هغوي لپاره د کار، زده کړو، تګ راتګ او ټولنیز ګډون محدودیتونه د ژوند د بیا جوړولو پروسه لا پسې ګرانوي. هاغه ښځې چې په پاکستان کې یې د ګنډلو، لاسي صنايعو او کورني کار له لارې د کور اړتياوې پوره کولې، په افغانستان کې له دې فرصتونو بې برخې کېږي. ښځینه سرپرستې کورنۍ په ځانګړي ډول له سخت اقتصادي، ټولنیز او رواني فشار سره مخ کېږي.

 

ماشومان د ستنېدو وروسته د زده کړو له جدي خنډونو سره مخ دي. ښوونځي یا خو شتون نلري، یا د زده کړې امکانات ګران دي، او نجونې په ځانګړي ډول د زده کړو د پراخو بندیزونو له امله د راتلونکي له لوي خطر سره مخ دي. د ستنېدونکو ډېر ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادي فشار له امله په سخت کار کولو مجبور دي.

 

ډېر ستنېدونکي د کور او ملکیت د اسنادو له ستونزو سره مخ دي. څلویښت کاله مخکې د جنګ لامله کډه شوې کورنۍ کله چې بېرته راګرځي، نه د ملکیت اسناد لري او نه هم د قانوني ثبوت پروسه ورته اسانه ده، چې د شخړو او اوږدو حقوقي مقدمو سبب کېږي.

له دې ټولو سره یو ځای، رواني فشارونه، د جبري ایستلو ویره، بېکوري، بېوسي، او د راتلونکي ناڅرګندتیا، د ستنېدونکو پر روحي حالت دروند سیوری اچوي. د کورنیو ډېری غړي له خپګان، اضطراب او رواني ستونزو شکایت کوي.

 

افغانستان له دې مخکې هم له اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، زلزلو، بېکارۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو له کموالي سره مخ و، اوس د دې حالاتو له امله په هېواد کښې د بېرته ستنېدونکو لپاره فرصتونه، سرچیني او خدمات خورا محدود دي. د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې له ۲۰۲۳ کال وروسته تر اوسه پورې نږدې ۵.۴ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي، چې دا د هېواد د نفوسو نږدې ۱۲ سلنه جوړوي. دا ناڅاپي فشار د دولت او د مرستو ورکوونکو ادارو لپاره ډېر سخت دی چې د ستنېدونکو د ادغام پروسه يې خورا ستونزمنه کړې ده.

 

په ټوله کې، د انعام‌الله وزیر له خبرو سره سره چې د بېرته ستنېدونکو د ورتګ او سامانونو د رسولو اسانتيا بیانوي، د ستنېدونکو افغانانو د ژوند ریښتینی څپرکی د پولې له‌ تېرېدو وروسته پېليږي، چیرې چې هغوي له اقتصادي، ټولنیزو، انساني او رواني ستونزو ډکې لارې سره مخ وي، یوه اوږده مبارزه چې د یوې ورځې، یا یوه ثبت دفتر په مرسته نه حل کېږي، بلکې دوامداره ملاتړ، ژورې ستراتیژۍ او د خدمتونو پراخې وسيلي غواړي.