د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چې د اسلامي امارت لومړیتوب خبرې اترې دي او نه غواړي وضعیت داسې پړاو ته ورسېږي چې د دواړو لوریو له کنټرول څخه ووځي.
هغه ،د جون په ۲۹مه، په کابل کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، که د پاکستان پوځي بریدونه دوام ومومي، نو په کابل کې د پاکستان د سفارت تړل هم له ممکنه انتخابونو څخه کېدی شي، خو ټینګار یې وکړ چې اوس مهال اسلامي امارت باید زغم او حوصله ولري.
مجاهد د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او ویې ویل چې اسلامي امارت به په مناسب وخت کې ورته ځواب ورکړي. هغه زیاته کړه، چې دوي جګړه نه غواړي، خو که پرې وتپل شي، د افغانستان او خلکو دفاع ته چمتو دي.
طالبانو همداراز دعوه کړې ده چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي، چې د دوي په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.


شال نیوز