پاکستان وايي، د وروستیو خونړیو بریدونو په غبرګون کې یې ،د جون په ۲۸مه، د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په سرحدي سیمو کې د وسله والو پر پټنځایونو هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي. خو د طالبانو حکومت دعوه کوي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو، ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دواړو لورو دعوې تر اوسه د کومې خپلواکې سرچیني له خوا نه دي تایید شوې، ځکه سیمي ته د رسنیو او خپلواکو څارونکو لاسرسی محدود دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وویل، چې دغه عملیات د “غضب للحق” په نوم د هغو استخباراتي عملیاتو برخه وه چې ،د پاکستان په وینا، د باجوړ، خیبر پښتونخوا او د کراچۍ د پاکستان رینجرز پر مرکز د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
هغه وویل، د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د وسله والو درې پټنځایونه په نښه شوي او د پاکستان د معلوماتو له مخې، ۲۹ وسله وال وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، وژل شوي کسان د جماعت الاحرار او “فتنه الخوارج” له ډلې سره تړاو لري او په عملیاتو کې د وسلو او مهماتو ځیني زېرمتونونه هم ویجاړ شوي دي.
خو د طالبانو حکومت دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بولي.
د طالبانو د حکومت ویاند ،ذبیح الله مجاهد، په یوه بیان کې ویلي دي، چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي دي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي دغه بریدونه وغندل او ویې ویل چې دا ډول اقدامات به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.
د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېلو په سیمه کې پر یو استوګنیز کور برید شوی، چې له ۳۵ زیات کسان پکې وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي. د دوي په خبره، کله چې خلک د ټپیانو د ژغورنې لپاره سیمي ته ورسېدل، دویم برید هم وشو چې د مرګ ژوبلې شمېر یې زیات کړ.
په پکتیکا ولایت کې هم د طالبانو سیمه ییز چارواکي دعوه کوي چې د ګیان ولسوالۍ په یو کور د برید له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، وژل شوي دي.
بل لور ته، د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي دي، چې د منورې ولسوالۍ د “برو” په کلي کې پر یو کور برید شوی، خو د هغه په وینا، انساني تلفات نه دي اوښتي او یوازې شاوخوا دېرش څاروي له منځه تللي دي.
په همدې حال کې، پاکستاني چارواکو د کراچۍ د پاکستان رینجرز پر مرکز د وروستي برید په تړاو د یوه نیول شوي ټپي بریدګر ویډیوي بیان هم خپور کړی دی.
چارواکي وایي، دغه کس چې عثمان علي نومېږي، اعتراف کړی دی چې د افغانستان له جلال اباد څخه پاکستان ته ورغلی، د جماعت الاحرار غړی دی او له درېیو نورو کسانو سره یې په برید کې ګډون کړی و.
د پاکستان د چارواکو په وینا، نیول شوي کس ویلي دي، چې دوي په افغانستان کې روزل شوي، د برید ټول چمتووالی هلته ورته نیول شوی و او د ډلې قوماندان یې “احرار مولوي” نومېده. هغه دا دعوه هم کړې چې د ځانمرګو بریدونو او چاودېدونکو واسکټونو روزنه ورته په افغانستان کې ورکړل شوې وه.
تر اوسه د طالبانو حکومت د پاکستان د دغو دعوو په اړه ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی او د نیول شوي بریدګر د څرګندونو خپلواک تایید هم نه دی شوی.
د جګړې د دواړو خواوو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې، انځورونه او د مرګ ژوبلې شمېرې هم تر اوسه د خپلواکو رسنیو یا نړیوالو څارونکو له خوا نه دي ارزول شوي.
شال نیوز د دواړو لورو رسمي دریځونه خپروي، خو ټینګار کوي چې د جګړې اړوند ادعاوې تر خپلواکې ارزونې مخکې د حقیقت په توګه نه شي تاییدېدی.


شال نیوز