د پښتو ژبې مشهور متل ‘په يو هندو بټخېله نه ورانېږي’ تر نن ورځې د خلکو په ژبه ژوندی دی. که څه هم ډېر خلک دا متل کاروي، خو د دې تر شا پرتې کيسي په اړه معلومات نه لري.
د ملاکنډ پوهنتون د پښتو څانګې مشر، ډاکټر علي خېل درياب وايي، چې د سيمي د مشرانو او ولسي روايتونو له مخې، دا متل د پاکستان له جوړېدو وروسته د يوې تاريخي پېښې سره تړاو لري.
د هغه په وينا، په ۱۹۴۷م کال کې، د هند تر وېش او د پاکستان تر جوړېدو وروسته، په بټخېله او د هغه وخت په ملاکنډ ايجنسۍ کې ګڼ شمېر هندو کورنۍ مېشتې وې. وروسته پرېکړه وشوه چې دغه کورنۍ هند ته ولېږدول شي.
ډاکټر علي خېل درياب زياتوي، د ولسي روايتونو له مخې، په دغو کورنيو کې يو هندو نه غوښتل چې خپله سيمه پرېږدي او هند ته ولاړ شي. ويل کېږي چې هغه د پاتې کېدو هيله لرله او په دې اړه د سيمي د مشرانو يوه جرګه هم راوبلل شوه.
د روايت له مخې، جرګه د بټخېلې د نوميالي مشر ،خان عبدالجبار خان، په حجره کې شوې وه. ځايي خلک وايي چې د بحث پر مهال خان عبدالجبار خان وويل ‘په يو هندو بټخېله نه ورانېږي’ يعنې د يو انسان په پاتې کېدو سره به ښار ته هېڅ زيان ونه رسېږي. ويل کېږي چې له همدې وينا وروسته دغه جملې د متل بڼه خپله کړه او د خلکو ترمنځ مشهوره شوه.
د بټخېلې سره تعلق لرونکی شاعر، اديب او څېړونکی ميا فضل رحمان شاهد وايي، چې دا متل د ملاکنډ د ټولنې د زغم، روادارۍ او پراخ نظرۍ يوه نښه ګڼل کېږي. د هغه په خبره، د سيمي خلک د بېلابېلو قامونو او مذهبونو له خلکو سره د ګډ ژوند اوږد تاريخ لري او دغه متل هم د همدې ټولنيزو ارزښتونو استازيتوب کوي.
څېړونکي وايي، که څه هم د دې پېښې په اړه نورو تاريخي څېړنو او اسنادو ته اړتيا شته، خو ‘په يو هندو بټخېله نه ورانېږي’ لا هم د بټ خېلې د ولسي حافظې يوه مهمه برخه ده او د زغم، انسان دوستۍ او ګډ ژوند د يوې بېلګې په توګه يادېږي.

محمد انس