د احمدزو قامي جرګې يوه لوړپوړي پلاوي د کوز سویلي وزيرستان له مرستيال کمېشنر ،مسرت زمان، او د ضلعې له پوليسو مشر ډي پي او ،طاهر شاه، سره ليدلي او د پالي چوک د تړل کېدو، د ډرون الوتکو د بریدونو په اړه د خلکو اندېښنو، د امنيت وضعيت او نورو مهمو ولسي ستونزو په اړه يې تفصیلي خبرې کړې دي.
د جرګې غړو ،د جولایۍ په ۱۰مه، شوې په دې غونډه کې غوښتنه وکړه چې پالي چوک دې زر تر زره د خلکو پر مخ پرانيستل شي او په سيمه کې د تلپاتې امن د ټينګښت او د ولس د ستونزو د هواري لپاره دې عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړل شي.
مرستيال کمېشنر مسرت زمان جرګې ته ډاډ ورکړ چې ضلعي انتظامیه دا موضوع په جديت سره څاری. هغه وويل، چې د پالي چوک د پرانيستو په اړه يې د جولایۍ تر ۲۵مې نېټې وخت غوښتلی او هيله يې څرګنده کړه چې که امنيتي وضعيت مناسب پاتې شو، نو د جولایۍ په ۲۵مه به پالي چوک د خلکو لپاره پرانيستل شي.
هغه زياته کړه چې ضلعي انتظامیې او امنيتي ادارو په کوز سویلي وزيرستان کې د تلپاتې امن د ټينګښت، د خلکو د سر او مال د خونديتوب او د امنيتي وضعيت د لا ښه کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.
د غونډې په پای کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د ولسي ستونزو د هواري، دوامدارو اړيکو او ګډې همکارۍ لړۍ به روانه ساتي.

ظفر وزير