ځیني انسانان د خپل عمر په اوږدوالي نه، بلکې د خپل دریځ، فکر او قربانۍ په اندازه ژوندي پاتې کېږي. د باجوړ د غرونو او درو زوې، مولانا خانزېب، هم له هغو کسانو څخه و چې د ټوپک او وېرې په سیوري کې یې د سولې، زغم او ولسواکۍ غږ پورته کاوه. د هغه غږ د نفرت پر ځای د خبرو، د جګړې پر ځای د سولې او د وېرې پر ځای د ولس د یووالي غږ و.

 

د ۲۰۲۵م کال ،د جولایۍ پر ۱۰مه، هغه مهال چې مولانا خانزېب د باجوړ د شنډۍ موړ سیمي ته د سولې د یوه لاریون د چمتووالي لپاره روان و، ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې. په دغه برید کې نوموړی او یو پولیس سرتېری ووژل شول او څو نور کسان ټپیان شول. پولیسو دا پېښه هدفي برید وباله او د پلټنو اعلان یې وکړ.

 

نن د هغه د وژنې لومړی کال پوره شو. په باجوړ، پېښور او د پښتونخوا په یو شمېر نورو سیمو کې د هغه د یاد غونډې جوړې شوې، د قرآن کریم ختمونه وشول او سیاسي، مذهبي او مدني مشرانو د هغه د سولې غوښتونکی دریځ او خدمتونه وستایل.

 

مولانا خانزېب څوک و؟

 

مولانا خانزېب په ۱۹۸۰م کال کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د قرآن کریم لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور کې وکړې او وروسته یې د نامتو علماوو تر لارښوونې لاندې دیني علوم بشپړ کړل. خو د هغه شخصیت یوازې د یوه دیني عالم تر چوکاټ محدود نه و؛ هغه لیکوال، څېړونکی، اغېزناک ویناوال او ټولنیز مصلح هم و. نوموړي د سولې، شعور او ولسي ویښتابه لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کوله.

 

مولانا خانزېب هڅه کوله چې دین د سولې، زغم، ورورولۍ او انساني کرامت له پیغام سره وتړي. د باجوړ په هغه سیمه کې چې د تېرو دوو لسیزو جګړو زرګونه کورنۍ له کډوالۍ، ویر او بې‌ وسۍ سره مخ کړې وې، هغه تل ویل چې د ولس راتلونکی د ټوپک په زور نه، بلکې د تعلیم، قانون او سولې پر بنسټ جوړېږي.

 

د مولانا خانزېب نږدې ملګري او ټولنیز فعال، مصباح‌ الدین اتماني، شال نیوز ته وویل چې مولانا خانزېب د پښتون ولس د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې او تل یې هیله لرله چې دا ولس پرمختګ وکړي.

 

هغه وایي: «مولانا به تاریخي ځایونو ته تلو، معلومات به یې راټولول او بیا به یې نه یوازې له ځان سره خوندي کول، بلکې نورو ته به یې هم رسول. هغه د دې خاورې د ازادۍ لپاره د مبارزه کوونکو شخصیتونو په اړه څېړنې کولې او هڅه یې کوله چې د پښتونخوا تاریخي او طبیعي ښکلا نړۍ ته ور وپېژني.»

 

د مصباح ‌الدین اتماني په وینا، مولانا خانزېب د پنځو کتابونو لیکوال و. د «باجوړ د تاریخ په رڼا کې» او «شتمنه پښتونخوا» په نوم دوه کتابونه یې د ژوند پر مهال چاپ شوي وو، او درې نور کتابونه یې له شهادت وروسته خپاره شول.

 

مولانا خانزېب د عوامي نشنل ګوند له مخکښو مشرانو څخه و او د ګوند د علماوو د څانګې مسؤلیت یې هم پر غاړه درلود. هغه د باجوړ له سیمي څو ځله په ټاکنو کې برخه اخیستې وه، خو د هغه تر ټولو ستره پېژندنه سیاسي څوکۍ نه، بلکې د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وه.

 

کله چې په باجوړ، مومندو، خیبر، وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې ناامني یو ځل بیا زیاته شوه، مولانا خانزېب به تل ویل چې جګړه د هر چا کور ورانوي، خو سوله د ټولو ګډه ګټه ده. هغه باور درلود چې د پښتنو راتلونکی باید د ښوونځیو، پوهنتونونو، روغتونونو او اقتصادي پرمختګ له لارې جوړ شي، نه د وسلو او هدفي وژنو له لارې.

 

د هغه تر وژل کېدو وروسته د پاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو، د بشري حقونو فعالانو او مدني ټولنو دغه برید وغنده او د شفافو پلټنو غوښتنه یې وکړه. د عوامي نشنل ګوند په وینا، دا برید یوازې پر یوه سیاسي مشر نه، بلکې د سولې پر غږ برید و.

 

د مولانا خانزېب د ژوند تر ټولو لوي پیغام دا و چې له جګړې ځپلې ټولنه یوازې د زغم، عدالت او خبرو اترو له لارې بېرته رغېدی شي. دا هغه فکر و چې نوموړي تر وروستۍ سلګۍ پرې ټینګ ولاړ و.

 

مصباح‌الدین اتماني وایي، که څه هم مولانا خانزېب یو دیني عالم و، خو هره موضوع به یې په پراخ او روښانه ذهن څېړله. هغه د نجونو د تعلیم ملاتړ کاوه، هنرمندانو ته یې د درناوي خبره کوله او د هنر او کلتور په اړه یې هم زغمناک او مثبت نظر درلود. تر ټولو مهمه دا چې هغه تل په پښتني سیمو کې د تلپاتې سولې غوښتونکی و.

 

هغه زیاتوي: «مولانا خانزېب د پښتنو پر ستونزو ژوره پوهه لرله. غوښتل یې چې خلکو ته د پوهاوي له لارې د خپلو ستونزو د حل لاره وروښيي. د همدې لپاره به یې سټډي سرکلونه، سیمینارونه او بېلابېلې ناستې جوړولې، څو ځوان نسل له خپل تاریخ، حقونو او مسؤلیتونو سره بلد شي.»

 

د اتماني په وینا، مولانا خانزېب په وروستیو ټولټاکنو کې هم د نوماند په توګه برخه اخیستې وه او نږدې لس زره رایې یې ترلاسه کړې وې. هغه وایي، د ټاکنو له پای وروسته د کورنۍ ځینو غړو ورته ویلي وو چې نور دې له سیاست او ولسي مبارزې لاس واخلي، خو ده به تل ویل: «ما په ټاکنو کې د څوکۍ د ګټلو لپاره برخه نه وه اخیستې، زما موخه دا وه چې په پښتون ولس کې پوهاوی رامنځته شي.» له ټاکنو وروسته یې خپلې مبارزې ته لا ډېر زور ورکړ.

 

مصباح‌الدین اتماني وایي، د شهادت څخه څو ورځې وړاندې هم مولانا خانزېب د سولې د مبارزې په چمتووالي بوخت و. د ۲۰۲۵م کال د جولای پر ۱۳مه په باجوړ کې د سولې پاڅون پلان شوی و او نوموړي خلکو ته د ګډون بلنه ورکوله او د سولې غږ یې پورته کاوه، خو له همدې مخکې په هدفي برید کې ووژل شو.

 

د باجوړ اوسېدونکی او د پښتون سټوډنټس فېډرېشن ضلعي غړی، ساجد سالار، وایي چې دوي مولانا خانزېب له هغه وخته پېژنده چې د پوهاوي غونډې به یې جوړولې او له زده‌ کوونکو سره به یې لیدنې کولې.

 

هغه وایي: «زه له مولانا خانزېب سره په حجرو، بازارونو، ښوونځیو او مدرسو کې ګرځېدلی یم. زموږ د مبارزې موخه دا وه چې پښتنو ته پوهاوی ورکړو او خپلې ستونزې یې مخې ته راوړو، څو خلک د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي.»

 

ساجد سالار، چې د برید پر ورځ هم له مولانا خانزېب سره و، وایي: «په هغه ورځ مو ډېرې خبرې ونه کړې. موږ د امن پاڅون د چمتووالي لپاره له خار بازاره بېرته کور ته روان وو چې د شنډۍ موړ په سیمه کې له څو خواوو ډزې وشوې او مولانا خانزېب پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

 

هغه زیاتوي چې مولانا خانزېب ته تر دې وړاندې هم ګواښونه رسېدلي وو. د هغه د ورور، شیخ ګل باچا، په وینا مولانا ته ویل شوي وو چې یا دې وطن پرېږدي او یا دې عوامي نشنل ګوند پرېږدي. ساجد سالار وایي، مولانا خانزېب د پښتنو لپاره د خپل اختیار، سولې او ولسواکۍ غوښتونکی و.

 

مصباح‌الدین اتماني په پای کې وایي، که څه هم نن مولانا خانزېب له دوي سره نشته، خو د هغه فکر، مبارزه او غږ ژوندی دی. د هغه ورور، شیخ جهانزاده، او مشر زوې، احتشام، د هغه مبارزې ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې د سولې، پوهاوي او ولسي یووالي هغه پیغام ژوندی وساتي چې مولانا خانزېب یې د خپل ژوند تر وروستۍ شېبې پورې استازیتوب کاوه.