پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي کړکېچ له بیا زیاتېدو وروسته پر دواړو هېوادونو غږ کړی دی، چې له زغم څخه کار واخلي، له نورو پوځي اقداماتو ډډه وکړي او خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ،د جولایۍ په ۱۰مه، ویلي دي چې اسلاماباد په منځني ختیځ کې د وروستي تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه لري او باور لري چې د جګړې پراخېدل به د سیمي د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ وي.
وزارت له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د سیمي امنیت نور هم خرابولی شي، او ټینګار یې کړی دی چې د اختلافونو د حل یوازینۍ اغېزمنه لار خبرې اترې او ډیپلوماسي ده.
پاکستان همداراز له ایران او امریکا غوښتنه کړې چې د اسلاماباد د هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.
د ایران او امریکا ترمنځ تازه نښتې وروسته له هغې پېل شوې چې امریکا د ایران پر یو شمېر پوځي تاسیساتو او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مرکزونو هوايي بریدونه وکړل.
امریکايي چارواکي وایي، دا بریدونه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره ترسره شوي دي چې ،د دوي په وینا، د نړیوالو سمندري لارو او د امریکا د ګټو لپاره ګواښ بلل کېږي.
په مقابل کې ایران اعلان کړی چې په خلیجي هېوادونو کې یې د امریکا پر ځینو پوځي اډو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. ایراني چارواکو ویلي دي، چې په کوېت، بحرین او نورو سیمو کې د امریکا اړوند پوځي هدفونه په نښه شوي، خو د زیانونو او مرګ ژوبلې په اړه دواړو لورو بېلابېل معلومات خپاره کړي دي.
دغه تازه بریدونه هغه لنډمهاله اوربند له ګواښ سره مخ کړی چې څو اوونۍ مخکې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب رامنځته شوی و. د جون په میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام اباد په نوم یوه ۱۴ ماده ییزه لنډمهاله هوکړه شوې وه چې موخه یې د جګړې درول، د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ تضمین او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو پېل و.
خو دواړو هېوادونو وروسته یو بل د هوکړې په ماتولو تورن کړل او له هغې وروسته پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شو. سره له دې، امریکايي چارواکي وایي چې له ایران سره د تخنیکي کچې اړیکې لا هم روانې دي او واشنګټن د خبرو له لارې د شخړې د حل ملاتړ کوي.
پاکستان ویلي دي، چې د سیمي سوله او ثبات د ټولو هېوادونو ګډه ګټه ده او اسلاماباد به د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو د بیا پېل لپاره خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکړي.
د ایران او امریکا ترمنځ وروستي بریدونه د نړیوالو انرژۍ بازارونه هم اغېزمن کړي دي. شنونکي وایي، که کړکېچ نور هم پراخ شي، د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو پر نړیوال لېږد به منفي اغېزې ولري او د نړۍ د انرژۍ بیې به لا لوړې شي.

شال نیوز