د عوامي نېشنل ګوند لنډي کوتل څانګې له خوا د خيبر ضلعې د پرېس کلب په تالار کې د ،شهيد مولانا خانزېب، د شهادت د لومړۍ کليزې په مناسبت ،د جولایۍ په ۱۰مه، د تعزيت غونډه وشوه، چې پکې سياسي او ټولنيزو شخصيتونو، د ګوند غړو، قامي مشرانو او د بېلابېلو فکرونو استازو ګډون وکړ.
غونډې ته شيرين اپريدي، صديق چراغ، فضل الرحمن اپريدي، ملک ماصل خان شينواري، د لنډي کوتل تحصيل چيئرمين شاه خالد شينواري، افتاب شينواري، کبير شاه او نورو ويناوې وکړې.
ويناوالو د مولانا خانزېب ديني، ملي او ټولنيزو خدمتونو ته د درناوي پېرزوينې وړاندې کړې او ويې ويل، چې د هغه وژنه د تاوتريخوالي او بې عدالتۍ يوه دردناکه بېلګه وه. د دوی په وينا، د پېښې له تېرېدو يو کال وروسته هم د وژنې تورن کسان نه دي نيول شوي، په داسې حال کې چې په سيمه کې د ناامنۍ پېښې لا هم دوام لري.
د غونډې ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې د مولانا خانزېب د وژنې ټول تورن کسان زر تر زره ونيسي، عدالت ته يې وړاندې کړي او د قرباني کورنۍ ته انصاف ورکړي، څو د خلکو باور هم بېرته ورغول شي.
ويناوالو وويل، چې مولانا خانزېب يوازې يو ديني عالم نه و، بلکې د پښتنو د يووالي، د ولسي حقونو، د طبيعي سرچينو د ساتنې، د عامه پوهاوي او ټولنيزې همغږۍ لپاره يې هم فعال رول ادا کړی و. د دوي په وينا، د هغه علمي شخصيت، لوړ اخلاق او بې غرضه خدمتونه به تل د خلکو په ياد پاتې وي.
په دې تعزيتي غونډه کې د عوامي نېشنل ګوند د لنډي کوتل د پخواني مشر ارواښاد علي احمد شينواري خدمتونو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې شوې. ګډونوالو د دواړو مرحومانو د مغفرت، د درجاتو د لوړوالي او د هغوي د کورنيو لپاره د زغم دعا وکړه.
غونډه د هېواد د تلپاتې سولې، د ترهګرۍ د پای ته رسېدو او په سيمه کې د امن او ثبات لپاره په ځانګړې دعا پای ته ورسېده.

شال نیوز