د بلوچستان د هنه وړک سیمي د خونړۍ پېښې پر ضد روان احتجاجي پرلت له پنځو ورځو وروسته د بلوچستان د حکومت او د پرلت د کمېټۍ ترمنځ د کامیابو مذاکراتو نه پس ختم شو.

 

دا پرلت هغه وخت پېل شوی و چې پنځه ورځې وړاندې ،د جولایۍ په ۵مه، په هنه وړک سیمه کې ناڅرګنده وسله ‌والو پر قبایلي خلکو ډزې وکړې. په دغه برید کې څلور کسان ووژل شول او نهه نور وتښتول شول.

 

د پرلت کمېټۍ غوښتنه وه چې د برید ټول ذمه‌ وار کسان دې سمدستي ونیول شي، د قانون له مخې دې سزا ورکړل شي او ټول تښتول شوي کسان دې په خوندي توګه خپلو کورنیو ته راخوشي کړل شي.

 

د جولایۍ په ۹مه، نهه تښتول شوي کسان خوشي کړل شول. له دې وروسته د شپې ناوخته د بلوچستان اعلا وزیر، میر سرفراز بګټي، په مشرۍ حکومتي پلاوي د پرلت له مشرانو سره تفصیلي خبرې وکړې. د دواړو خواوو ترمنځ د غوښتنو او حکومتي ډاډګیرنو په اړه هوکړه وشوه او ورسره د پنځو ورځو راهیسي روان پرلت د ختمېدو اعلان وشو.

 

اعلا وزیر میر سرفراز بګټي وویل، چې د پېښې له لومړۍ ورځې راهیسي یې د پرلت له مشرانو او اغېزمنو کورنیو سره اړیکې ساتلې او هڅه یې کړې چې دا مسئله د خبرو له لارې او په عزتمنه طریقه هواره شي.

 

هغه وویل، چې که د حکومت له اړخه په هره کچه کومه نیمګړتیا یا غفلت شوی وي، نو حکومت به یې ذمه ‌واري مني، تاوان به یې پریکوي او اغېزمنو کورنیو ته به هر ممکنه مرسته ورکوي.

 

میر سرفراز بګټي زیاته کړه، چې د بلوچستان اپېکس کمېټۍ په وروستۍ غونډه کې، چې وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر هم پکې موجود وو، د امن او امان په اړه مهمې پرېکړې شوې دي او حکومت به یې په بشپړه توګه عملي کوي.

 

هغه اعلان وکړ چې د وژل شویو وارثانو ته به مالي مرستې ورکول کېږي، د هغوي د کورنیو غړو ته به سرکاري نوکرۍ ورکول کېږي او د وژل شویو د ماشومانو د تعلیم ټول خرڅ به د بلوچستان حکومت پر غاړه وي.

 

اعلا وزیر وویل، چې د بلوچستان خلک د خپل وطن سره وفادار دي او د ریاست ضد عناصرو د سازشونو ناکامه کول د حکومت، ولس او ټولو ادارو ګډه ذمه‌ واري ده. هغه وویل، حکومت به په صوبه کې د امن د ټینګښت او د خلکو د سر او مال د حفاظت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

د پرلت له ختمېدو وروسته د کوټې د اېرپورټ سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شو او په سیمه کې د ټرافیک او ورځني ژوند چارې بېرته عادي شوې.