د جماعت اسلامي د امیر ،حافظ نعیم الرحمن، د هېواد په کچه د احتجاجي اپیل په ترڅ کې د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې د پټرولو او ډیزلو د لوړو بیو، د عامه ټرانسپورټ د کرايو او د پخوانۍ فاټا پر سیمو د لګېدلو ټیکسونو پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه.
احتجاج ،د جولایۍ په ۱۰مه، د واڼا د رستم بازار په سیمه کې ترسره شو، چې پکې د جماعت اسلامي د کوز سویلي وزیرستان ضلعي امیر اسدالله بهیر، د ګوند مسؤلینو او غړو، قبایلي مشرانو، سوداګرو او د سیمي اوسېدونکو ګډون کړی و. ګډونوالو بینرونه او پلېکارډونه لېږدول او د حکومت پر اقتصادي پالیسیو یې نیوکې کولې.
احتجاجي غونډې ته د وینا پر مهال اسدالله بهیر وویل، چې د پټرولو او ډیزلو د بیو لوړوالي، ګرانۍ او نويو ټیکسونو د خلکو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی. هغه وویل، چې د پخوانۍ فاټا خلکو له کلونو راهیسي د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او بې ځایه کېدو زیانونه ګاللي، نو پر دغو سیمو د ټیکسونو لګول د منلو وړ نه دي.
هغه د عامه ټرانسپورټ د لوړو کرايو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې زده کوونکي، مزدوران، کارکوونکي او نور هغه کسان چې هره ورځ سفر کوي، تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. نوموړي له حکومت وغوښتل چې د ټرانسپورټ کرايې تنظیم او خلکو ته عملي اسانتیاوې برابرې کړي.
د احتجاج په پای کې ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل چې د پټرولو او ډیزلو بیې راکمې کړي، د عامه ټرانسپورټ پر کرايو اغېزمنه څارنه وکړي او د پخوانۍ فاټا پر سیمو لګېدلي ټیکسونه لغوه کړي.

ظفر وزير