د ایران پخوانی ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنه يي او د هغه د کورنۍ څلور غړي د څو ورځنیو رسمي او ولسي ماتمي مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د مشهد ښار د امام رضا (ع) په سپېڅلي زیارت کې خاورو ته وسپارل شول.
د ایران دولتي رسنیو ویلي، د خامنه يي او د هغه د کورنۍ د وژل شویو غړو د ښخولو وروستي مراسم ،د جولایۍ په ۱۰مه، سهار ترسره شول.
د ایراني چارواکو په وینا، علي خامنه يي د فبرورۍ میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې پر مهال په یوه برید کې وژل شوی و. په همدې برید کې د هغه لور، زوم، لمسۍ او د هغه د زوې مجتبی خامنه يي مېرمن هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د جنازې مراسم نږدې یوه اوونۍ روان وو. د خامنه يي او د هغه د کورنۍ تابوتونه لومړی په تهران کې د خلکو د وروستي دیدار لپاره کېښودل شول، وروسته قم ته ولېږدول شول او بیا یې د عراق په نجف او کربلا کې هم د ماتم ځانګړي مراسم ترسره شول.
وروستي مراسم د مشهد په ښار کې ترسره شول، چې د امام رضا (ع) زیارت ته د خامنه يي تابوت د زرګونو ماتم کوونکو په بدرګه ولېږدول شو. د ګڼې ګوڼې له امله د تابوت وروستۍ برخه د هیلي کوپټر په وسیله د زیارت انګړ ته انتقال شوه.
د خامنه يي مشر زوې، مصطفی خامنه يي، د خپل پلار د جنازې لمونځ ادا کړ او وروسته تابوت د امام رضا (ع) زیارت دننه خاورو ته وسپارل شو. د جنازې په مراسمو کې د ایران لوړپوړو حکومتي، پوځي او مذهبي چارواکو ګډون کړی و. ګډونوالو د ماتم ترڅنګ د امریکا او اسراییل پر ضد شعارونه هم ورکړل.
ایراني چارواکو ویلي، د جنازې دا مراسم د هېواد د یووالي او د اسلامي نظام د ملاتړ نښه وه.
علي خامنه يي له ۱۹۸۹ کال راهیسي د ایران ستر مذهبي مشر و او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د هېواد پر سیاسي، پوځي او بهرني سیاست مهم نفوذ درلود. له نوموړي وروسته د هغه زوې، ایتالله مجتبی خامنه يي، د ایران د نوي ستر مذهبي مشر په توګه ټاکل شوی، خو د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې ونه لیدل شو.
د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې، مجتبی خامنه يي هم په هغه برید کې سخت ټپي شوی و او لا هم تر درملنې لاندې دی. تر اوسه یې یوازې لیکلې اعلامیې خپرې کړې دي او په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی.
د خامنه يي د جنازې مراسم په داسې وخت کې پای ته ورسېدل چې په سیمه کې پوځي کړکېچ لا هم دوام لري او د ایران او اسراییل ترمنځ وضعیت لا هم د نړیوالو د اندېښنې وړ ګڼل کېږي.

شال نیوز