د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو ملي پروګرام اعلان کړی دی چې ،د جولایۍ په ۱۱مه، به د کونړ ولایت په ټولو ولسوالیو او د نورستان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین نوی کمپاین پېل شي.
د پروګرام په وینا، په دې کمپاین کې به تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د خولې د څاڅکو له لارې ورکول کېږي، او هغو ماشومانو ته چې د روغتیايي معیارونو له مخې وړ وي، د پولیو ضد ستني یا انجکشن هم لګول کېږي، څو د هغوي د بدن دفاعي ځواک نور هم پیاوړی شي او د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
د پروګرام چارواکو له میندو او پلرونو غوښتنه کړې چې د کمپاین پر مهال خپل ټول مستحق ماشومان واکسین کړي او د کمپاين له کارکونکو سره بشپړه همکاري وکړي، ځکه ،د دوي په وینا، د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د خوندي ساتلو تر ټولو اغېزمنه لاره واکسین دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداري (یونېسف) هم ویلي وو چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري، خو د واکسین په وسیله یې په بشپړه توګه مخنیوی کېدی شي. یونېسف ټینګار کړی چې هر ماشوم باید د پولیو پر وړاندې واکسین او خوندي شي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې په بشپړه توګه نه ده له منځه تللې. روغتیايي ادارې وایي، د پولیو د له منځه وړلو لپاره منظم او پرله پسې واکسیني کمپاینونه او د کورنیو همکاري بنیادی اهمیت لري.

شال نیوز