د ۱۳م اپرېل څخه په لکي مروت ضلع کې د پوليو ضد څلور ورځنې واکسيني کپمائن پېل شوی دی۔

د چارواکو په وینا، د ضلعې ۴۰ يونين کونسلو کې ۱۰۲۰ د پوليو اهلکار ځای پر ځای کړل شوي دي، چي دوي به د يو لاکهه او يو اوويا زره څخه زيات ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅکي ورکوي۔
 

د لکي مروت ضلعې پوليس افسر نذير خان په وينا، د ترهګرۍ نه اغېزمنه ضلع کې د پوليو ټيمونو امنيت دپاره ۱۵۰۰ پورې پوليس افسران او سرتيري ځای پر ځای کړل شوي دي، ترڅو د کومې بدې پېښې مخه ونيسي او ټولو ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شي۔ 
 

د ضلعې پوليس افسر په ټولو ايس ايچ او غږ کړی دی چي په خپلو خپلو سيمو کې د پوليو ټيمونو د امنيت جاج واخلي او د تحفظ کلک ګامونه پورته کړي۔ 

 

دا هم وګورۍ: هنګو: د پولیو پر امنیتي ساتونکو باندې برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي | شال نیوز | Shaal News
 

همداراز، په ټول هېواد کې د پولیو ضد نوی څلور ورځنی کمپاین دوام لري چې پکې شاوخوا ۴۵ میلیونه ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوی دی۔

 

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي چارواکي وايي، چې یوازې په دغه صوبه کې ۵۰ زره امنیتي سرتيري د ۶.۵ میلیونه ماشومانو د واکسینولو د بهیر د خوندیتوب لپاره ګمارل شوي دي.

 

د چارواکو په خبره، په پېښور او خیبر کې به دا کمپاین د نورو سیمو په پرتله تر اوو ورځو دوام ولري۔ 
 

د يادونې وړ ده، پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه يواځيني هيوادونه دي چي پکې لا هم د پوليو ويروس موجود دي۔