د افغانستان د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د حقونو، ټولنیزو شخړو او عامه اصلاحاتو اړوند یو شمېر قضیې څېړلې او حل کړې دي.

 

د وزارت له لوري په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي دي چې په دې موده کې د ښځو د حقونو اړوند ۱۳۷ قضیې هوارې شوې دي. د راپور له مخې، په دغو قضیو کې د کورني تاوتریخوالي ۱۶، د میراث ۲۲، د غیرشرعي ودونو ۱۸، د مهر ۱۲، د نفقې ۱۰، د شرعي نکاح ۸ او د طلاق ۶ قضیې شاملې دي.

 

وزارت ویلي دي چې د دغو قضیو د حل موخه ښځو ته د هغوي د شرعي او قانوني حقونو رسول او د کورنیو شخړو په هواري کې مرسته ده.

 

په راپور کې ویل شوي دي چې د وزارت محتسبینو د ټولنیزو شخړو او دښمنیو د هواري لپاره هم منځګړیتوب کړی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۵ لویې دښمنۍ او ۶۹ کوچنۍ شخړې د روغې جوړې له لارې حل شوې دي.

 

وزارت زیاتوي چې د قامي، ژبنیو او ټولنیزو اختلافونو د کمولو او د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره یې هم په بېلابېلو سیمو کې د پخلاینې او عامه پوهاوي فعالیتونه ترسره کړي دي.

 

د راپور له مخې، د جادوګرۍ په تور ۱۳ کسان نیول شوي او د لا نورو قانوني او شرعي اقداماتو لپاره اړوندو عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

 

د بازارونو د څارنې په برخه کې، وزارت وایي چې د سود، احتکار او د غیرمعیاري او تېرمهاله خوراکي توکو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره له سوداګرو او دوکاندارانو سره ۱۸۷ اصلاحي غونډې ترسره شوې دي. د وزارت په وینا، د دغو څارنو په ترڅ کې نږدې پنځه ټنه تېرمهاله خوراکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

 

همدارنګه، د امر بالمعروف وزارت ویلي دي چې محتسبینو یې د نیکیو د دودولو او د منکراتو د مخنیوي په موخه د اوونۍ په اوږدو کې په ټول هېواد کې ۳۶۴ اصلاحي غونډې ترسره کړې دي.

 

وزارت وایي چې د عامه شکایتونو د اورېدو، د ټولنیزو شخړو د حل او د شرعي اصولو د پلي کولو لپاره به خپلې چارې او فعالیتونه دوامدار وساتي.

 

د یادو معلوماتو او شمېرو سرچینه د افغانستان د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت دی. شال نیوز په خپلواکه توګه د دغو معلوماتو او ادعاوو پخلی نه دی کړی.