د لکي مروت ضلعې د غزني خېل تاڼې اړوند د خېروخېل پکې سيمه کې د يوه جومات مخې ته په ځانمرګي بريد کې يوه ماشومه وژل شوې او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

 

ځايي سرچينو او امنيتي چارواکو ويلي، چې پېښه ،د جون په ۱۲مه، شاوخوا د ماسپښين په ۲:۴۵ بجو د بيخانخېل جومات مخې ته رامنځته شوې ده.

 

د لومړنيو معلوماتو له مخې، بريدګر غوښتل جومات ته دننه شي، خو د سيمي خلکو د هغه د مخنيوي هڅه وکړه. سرچيني وايي، له دې وروسته بريدګر د جومات له ودانۍ بهر ووژل شو او چاودنه هم هماغلته وشوه.

 

د پېښې له امله يوه ماشومه پرځای ووژل شوه، په داسې حال کې چې شريف الله، اسد او يو بل تن په ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شول، چرته چې روغتيايي سرچينو د هغوي روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

 

امنيتي سرچيني وايي، د بريدګر جسد د امنيتي ځواکونو له خوا خپله ولکه کې اخېستل شوی دی او د پېښې له ځایه شواهد راټولېږي. د سيمي چاپېريال هم د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوی دی.

 

تر اوسه کومې ډلې د دې بريد مسؤليت نه دی منلی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دی.