د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر ،محمد سهیل اپریدي د مواصلاتو وفاقي وزير ته د اين - ۹۵ کالام سړک د خراب حالت په اړه خط لېږدولی او د سړک د بيارغونې او پاتې کارونو د زر بشپړېدو غوښتنه يې کړې ده.

 

د اعلا وزیر له لوري په لېږدول شوي خط کې ويل شوي دي چې د اين - ۹۵ کالام سړک د ۲۰۲۲م کال د سېلابونو پر مهال په اوو بېلابېلو ځايونو کې سخت زيانمن شوی و، او د لنډمهالې بيارغونې له اقداماتو وروسته هم د سړک ګڼې برخې يو ځل بيا خرابې شوې دي.

 

په خط کې ويل شوي دي چې د سړک د خراب حالت له امله ځايي اوسېدونکي، سيلانيان او ټرانسپورټران د ستونزو سره مخ دي او پر دغه لاره سفر ستونزمن او خطرناک شوی دی.

 

اعلا وزیر ويلي دي چې کالام د هېواد له مهمو سيلګرۍ د سيمو څخه دی او دې سيمي ته خوندي او بې خنډه تګ راتګ يقيني کول اړين دي. نوموړي ټينګار کړی دی چې د سېلګرۍ د موسم له پېل وړاندې دې دا پروژه بشپړه شي.

 

په خط کې زياته شوې ده چې که وفاقي حکومت د مالي يا اداري خنډونو له امله د پروژې بشپړولو توان نه لري، نو د خېبر پښتونخوا حکومت ته دې اين او سي ورکړل شي ترڅو صوبايي حکومت د خپلو وسايلو په مټ د سړک پاتې کارونه سرته ورسوي.

 

د اعلا وزیر په وينا د اين - ۹۵ کالام سړک بيارغونه د سيمه‌ ييزو اړيکو د پياوړتيا، د سېلګرۍ د ودې او د ځايي اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده.