د لکي مروت ضلعې د خانزاده خېل سیمي سره نږدې د جمعيت علما اسلام (ف) ګوند د وژل شويو غړو ،ګل زرين ټېکدار، او ،مطيع الله، د جنازې لمونځ د پېښور ـ کراچۍ انډس په لويه لاره د تاجه زئ اډې په مقام ترسره شو.

 

د ځایي سرچینو په وینا، د جنازې نه پس د ګوند غړو د پېښې پر ضد د احتجاج په توګه د پېښور - کراچۍ انډس لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده، چې مشري يې د مولانا فضل الرحمن زوې ،اسجد محمود، کوي.

 

د پوليسو په وينا، د غزني خېل تاڼې په حدودو کې ،د جون په ۱۱مه، د خانزاده خېل سيمي سره نزدې د سړک له غاړې د دوو کسانو مړي ترلاسه شوي وو. پوليس وايي چې دواړه کسان په ډزو وژل شوي دي. د پوليسو په وينا، دواړه د لکي مروت د پهاړخېل پکې سيمي اوسېدونکي وو.

 

بل لور ته د ګل زرين زوې دعوه کړې، چې پلار يې د کومې مقدمې او يا عدالتي امر پرته له کوره وړل شوی و. هغه تور پورې کړی دی چې د پوليسو او د امن کمېټۍ مشر خالد په زور له کور څخه بوتلی و.

 

سيمه ييزې سرچيني وايي چې ګل زرين پخوانی کليوال ناظم و او د جمعيت علما اسلام د تحصيل کابينې غړی هم و.

 

جمعيت علما اسلام له خپلو کارکنانو او عامو خلکو غوښتنه کړې چې په روان احتجاج کې ګډون وکړي.

د پولیسو چارواکي وایي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.