د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف په ۱۰ م اپريل قام ته په خپل خطاب کې اعلان کړی، چې پکې يې د پټروليم مصنوعاتو د قيمتونه کمولو اعلان وکړو۔
د وزير اعظم د اعلان وروسته، د ډيزلو يو ليټر قيمت ۳۸۵ روپو او د پتړولو يو ليټر قيمت ۳۶۶ روپو ته راکوز شوی دی۔
د قيمتونو اطلاق د نن نه شوی دی۔ دوي په خپل خطاب کې ويلي، چې په نړيوال مارکيټ کې د تيلو په قيمتونو کې کمي راتلو نه پس يې دا پرېکړه کړې ده.
د ډیزلو او تيلو قيمتونو په اړه د اولس وينا
د قيمتونه کمېدو په اړه د خېبر ضلعې ملاګوري ماربل انډسټرۍ د کارخانو واله، شال نيوز ته ويلي، چې د ډیزلو قيمتونه زياتېدو له امله د دوي روزګار ډېر اغېزمن شوی و او کار ډېر لږ شوی و. هغوي زياته کړه چې د دې پرېکړې سره به دوي ته لږه اسانتيا جوړه شي خو قيمتونه اوس هم ډېر لوړ دي او کاروبار کولو کې ورته ستونزي ورپیښې دي.

شال نیوز