د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، ویلي دي چې پر ایران د امریکا د نوي پوځي بریدونو پلان یې د وروستۍ شېبې په پرېکړه لغوه کړی دی، ځکه چې ،د هغه په وینا، د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې د ایران د رهبرۍ تر لوړې کچې رسېدلې او د سیمي د یو شمېر هېوادونو له لوري هم تایید شوې دي.

 

د رویټرز د راپور لمخې، ټرمپ ،د جون په ۱۱مه، په خپلې ټولنیزې شبکې “ټروت سوشل” کې لیکلي دي چې د ایران پر ضد ټاکل شوي بریدونه او بمبارۍ یې درولي دي.



 



هغه ویلي، چې د سولې د احتمالي هوکړې پر مهمو ټکو د امریکا، اسراییل، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، بحرین، کوېت، اردن، مصر او نورو اړخونو ترمنځ موافقه شوې ده.

 

ټرمپ زیاته کړې، چې پر ایران لګول شوی سمندري بندیز به تر هغې دوام ولري ترڅو وروستۍ هوکړه لاسلیک شي او د لاسلیک وخت او ځای به وروسته اعلان شي.

 

د ایران حکومت تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله ادعا کړې وه چې له ایران سره هوکړه نږدې ده خو تهران یې دا ادعاوې رد کړې وې.

 

ټرمپ د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې ویلي وو چې امریکا به “نن شپه ایران سخت وولي” او ان یې د ایران د تېلو مهم مرکز، خارګ ټاپو، د هدف ګرځولو خبره هم کړې وه.

 

د راپور لمخې، د اپرېل له میاشتې راهیسي یو نازک اوربند نافذ دی خو د روانې اوونۍ تازه نښتو د جګړې د بیا پراخېدو اندېښنې راپارولې وې.

 

ایراني او لوېدیځو سرچینو ویلي دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د لومړني تړون لپاره غیر مستقیمې خبرې چټکې شوې دي خو لا هم د کنګل شویو ایراني شتمنیو د ازادېدو په څېر مهمو موضوعاتو باندې تفصیلي بحث نه دی شوی.

 

د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر ،محمد باقر قالیباف، خبرداری ورکړی دی چې ناسنجول شوې پرېکړې به سیمه له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي او د انرژۍ بازارونه به اغېزمن کړي.

 

بلخوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي ،انتونیو ګوتېرېس، له دواړو لورو غوښتي دي چې د سیمه ‌ییز او نړیوال ثبات لپاره د یوې سوله ‌ییزې، هر اړخیزې او دوامدارې هوکړې هڅې لا زیاتې کړي.

 

د رویټرز د راپور له مخې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسي د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د هوايي بریدونو او ورپسې جګړې له امله زرګونه کسان وژل شوي او د نړۍ د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.

 

د امریکا د بریدونو د لغوه کېدو له اعلان وروسته د تېلو نړیوالې بیې راټیټې شوې او د ونډو بازارونو کې مثبت بدلونونه لیدل شوي دي.