د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې انتظاميه ويلي، چې د اپريل په ۱۰مه يې د پاراچنار ـ پېښور مرکزي سړک يې یو ځل بیا د امنیتي اندېښنو له امله د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دی.
بلخوا، هغه بدیل لارې چې خلکو به کارولې، د سمیر په سیمه کې د پُل ترڅنګ د سیلابي اوبو له امله ویجاړې شوې دي، چې له امله یې اوس ټولې لارې بندې شوې دي.
د سیمي اوسېدونکي وایي چې د لارو بنديدو، ناروغان، بهر مېشتي او د ژوند بېلابېلو برخو سره تړلي خلک له جدي مشکلاتو سره مخ کړي دي.
ټولنیز مشر حاجي جمیل، شال نيوز ته ويلي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې دا مرکزي سړک د عامو خلکو پر مخ تړلی شوی دی، خو حکومتي موټرې او بااثره کسان پرې تګ راتګ کوي. نوموړي زیاته کړه چې خلک به په ډېرې سختۍ له بدیلو او خطرناکو لارو تګ راتګ کاوه، خو اوس هغه لارې هم د بارانونو له امله بندې شوې دي.
همداراز د مجلس وحدت مسلمین پارلماني مشر او د قامي اسمبلۍ غړی انجینئر حمید حسین هم په دې وضعیت اندېښنه ښودلې. شال نيوز ته په خپله وينا کې هغه ویلي، چې د لارو پرله پسې بندېدو د خلکو ژوند سخت کړی دی. هغه غوښتنه کړې چې د لارو د بندولو پر ځای دې اغېزمن امنیتي ګامونه پورته شي، څو خلک خوندي تګ راتګ وکړای شي.
په دې اړه د سوداګرو استازي حاجي امداد زياته کړه، چې په بديلو لارو د توکو راوړل ډېر لګښت لري، له همدې امله خلک اړ دي چې خوراکي او نور ورځني توکي په لوړو بیو واخلي.
ضلعي اداره وایي چې د سړک د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي او هغه سړک چې سیلاب وړی، د ترمیم کار یې هم دوام لري.

مصطفی خان