په بنوں کې د قامي امن جرګې ګډونوالو د امنیت پر روان وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه يې د تلپاتې امن د ټينګښت، د ترهګرۍ د مخنيوي او د تړل شويو لارو د پرانيستلو غوښتنه کړې ده.
دغه جرګه ،د جون په ۱۱مه، دارالعلوم اسلاميه منډان ګېټ کې د پخواني سناتور پروفېسر ،محمد ابراهيم خان، په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د قامي مشرانو، علماوو، سياسي شخصيتونو او د بېلابېلو ټولنيزو ډلو استازو ګډون درلودل.
د جرګې په پای کې په يوه متفقه پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د بنوں خلک د امن د ټينګښت لپاره د پوليسو او نورو ادارو د قانوني اقداماتو ملاتړ کوي، خو د پوليسو له لوري په شخصي جامو کې د خلکو د نيولو او د مړو د سپکاوي په اړه يې اندېښنې هم څرګندې کړې.
ګډونوالو ټينګار وکړ چې پوليس بايد خپلې چارې د قانون له مخې ترسره کړي او ولس به هېڅکله د وسلې لار خپله نه کړي.
جرګې له صوبايي حکومت څخه وغوښتل چې د امن د ټينګښت لپاره بنوں پوليسو ته اړين واکونه، وسايل او اسانتياوې برابرې کړي. همداراز د ترهګرۍ په وروستيو پېښو کې د وژل شويو امنيتي سرتېرو او ملکي وګړو له کورنيو سره د مرستو غوښتنه هم وشوه.
په پرېکړه ليک کې د بنوں د بېلابېلو سيمو ترمنځ د تړل شويو سړکونو او لارو د زر پرانيستلو غوښتنه شوې ده، څو د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او سوداګريز فعاليتونه بېرته عادي حالت ته وګرځي.
جرګې دا غوښتنه هم وکړه چې د ۲۰۲۴ کال د جولایۍ د نولسمې نېټې د امن پاڅون پر مهال د سيمي د مشرانو پر ضد ثبت شوې مقدمې دې له سره وڅېړل شي او عبدالصمد خان په ګډون دې ټول کسان خوشي کړل شي.
د جرګې مشرانو اعلان وکړ چې د خپلو غوښتنو د حل لپاره به د خېبر پښتونخوا له چيف سېکرټر او پوځي چارواکو سره ليدنې وکړي، او که غوښتنو ته يې پام ونه شي نو په پېښور يا اسلام اباد کې به د احتجاجي پرلت په ګډون د راتلونکو ګامونو پرېکړه وکړي.

صفدر داوړ