نن د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد د نړیوال سیاست یو مهم مرکز ګرځېدلی، چرته چې د ډېر وخت راهیسي د دوو سترو اړخونو ترمنځ اختلافات د حل په مېز پراته دي. د باوري سرچینو تر مخه، د دواړو خواوو د غوښتنو فهرستونه له وړاندې د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف او د پوځ د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر په لاس تبادله شوي دي.

 

د معلوماتو تر مخه، د دې ناستې تر شا پراخې او پرله‌ پسې هلې ځلې شوې دي، او د سیمي د ثبات لپاره د پاکستان مشرتابه یو مهم او متوازن کردار ادا کړی، تر څو دواړه اړخونه خبرو ته تیار شي او د اوربند په دوام سلا شي. ویل کېږي چې موجوده اوربند د همدې ډیپلوماټیکو هلو ځلو نتیجه ده، چې دواړو اړخونو ته یې د مخامخ خبرو موقع برابره کړې ده.

 

د وړاندې شوو دریځونو تر مخه، دواړو اړخونو خپلې غوښتنې د بحث لپاره وړاندې کړې دي. 

یو اړخ د سیمي د مهمو سمندري لارو د امنیت، د حساسو تنصیباتو د فعالیتونو د محدودولو، او د سیمه‌ ییزو ډلو سره د اړیکو د بیا کتنې غوښتنه کوي. بل اړخ بیا د اقتصادي پابندیو د ختمېدو، اقتصادي اسانتیاوو، او د جګړو د اثراتو د جبران غوښتنې وړاندې کوي. سربېره پر دې، ځیني سیمه‌ ییز مسائل هم د خبرو د ایجنډا برخه ګرځېدلي دي.

 

د شنونکو په اند، د پاکستان کردار یوازې د کوربه په توګه نه، بلکې د یو متوازن او باور جوړوونکي منځګړي په توګه هم مهم دی. اسلام اباد هڅه کوي دواړو اړخونو ته دا پیغام ورسوي چې د خبرو تسلسل د سیمي د امن او ثبات لپاره ډېر مهم دی، او هر ډول تاوتریخوالی به پراخ اثرات ولري.

 

د اوربند د راتلونکي په اړه ارزونې ښيي چې که څه هم فضا لا هم حساسه ده، خو د دواړو اړخونو له لوري د خبرو دوام ته لېوالتیا شته. امکان شته چې دا اوربند د نورو خبرو لپاره وغځول شي، تر څو د باور فضا نوره هم مضبوطه شي او عملي پرمختګ مخې ته راشي.

 

په ټوله کې، که څه هم د امن هیله شته، خو دا به یو تدریجي او اوږد مهاله عمل وي، چې بریا به یې د دواړو اړخونو په زغم، نرموالي او پرله‌ پسې تعامل پورې تړلې وي.