د پښتونخوا د سوات، ملاکنډ، دیر، باجوړ او نورو غرنیو او قبایلي سیمو طبیعي شتمنۍ له اوږدې مودې راهیسي د سیمي د خلکو د ژوند او کلتور مهمه برخه پاتې شوې دي. په دغو طبیعي شتمنیو کې یو مشهور ځنګلي بوټی کچماچو یا تور انګور هم شامل دي، چې په ساینسي نوم « سولانم نېګرم » یادېږي.
د سیمي د مشرانو او نباتاتو د پوهانو په وینا، کچماچو د ډېرو خلکو د ماشومتوب له خوږو یادونو څخه دي. دغه واړه بوټي چې د پخېدو پر مهال تورې او ځلېدونکې دانې نیسي، پخوا د سوات، دیر او باجوړ په غرونو، کروندو او شاړو ځمکو کې په پراخه کچه موندل کېدل، خو اوس یې شمېر د پام وړ کم شوی دی.
کارپوهان وایي چې د نفوسو زیاتوالی، د سړکونو او ودانیو پراختیا، د ځنګلونو له منځه تلل او د طبیعي استوګنځایونو تنګېدل د دې بوټي د کمېدو مهم لاملونه دي.
د نباتاتو د څېړنو له مخې، په پاکستان کې د ځنګلي بوټو شاوخوا شپږ زره ډولونه شته چې نږدې ۸۰ سلنه یې د خیبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې موندل کېږي. یوازې د سوات په دره کې له ۱۷۵ څخه ډېر ځنګلي بوټي او خودرو میوې شته چې ځايي خلک یې د خوړو، درملنې او اقتصادي ګټې لپاره کاروي.
په دغو بوټو کې د کچماچو ترڅنګ ګورګورې، کارکنډې، پاماني او کوکړۍ هم شامل دي، چې د دودیزې درملنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د یوناني او عصري طب د ماهرینو په وینا، د کچماچو پخې مېوې او پاڼې د ځیګر د ځینو ناروغیو، د هاضمې د ستونزو او د بدن د ځینو التهابي حالتونو په کمولو کې ګټورې ګڼل کېږي. همدارنګه د بدن د زهرجنو موادو په ایستلو کې یې هم اغېز یاد شوی دی.
خو روغتیايي ماهرین خبرداری ورکوي چې د دې بوټي خامې او شنې دانې زهرجن مواد لري او بې احتیاطه استعمال یې د روغتیا لپاره خطرناک تمامېدای شي. هغوي ټینګار کوي چې د هر ډول درملیز استعمال لپاره باید د پوهانو مشوره واخیستل شي.
د چاپېریال ساتنې فعالان وایي که د دغو سیمه ییزو بوټو د ساتنې، څېړنې او منظمې راټولونې لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، نو د پښتونخوا د غرونو دغه طبیعي خزانه به ورو ورو له منځه ولاړه شي او راتلونکي نسلونه به یې یوازې نومونه او کیسې واوري.

عصمت علي اخون