کرمه (شال نیوز) : د کرمې ضلعې د بره کرمې په ډل سیمه کې د ملک ذلال حسین پر کور راکټ ویشتل شوی، خو چا ته پکې ځاني زیان نه دی رسېدلی.

 

ځايي سرچینې وايي، نامعلومو کسانو د شپې شاوخوا درې بجې د ملک ذلال حسین د کور مرکزي دروازه په راکټ لانچر ویشتلې ده.

 

د سرچینو په وینا، راکټ د کور پر دروازه لګېدلی او له کوره بهر ولاړ فیلډر موټر یې زیانمن کړی دی. د کور ټول کسان خوندي دي.

 

له پېښې وروسته چارواکو پلټنې پیل کړې او د برید کوونکو د پېژندلو لپاره شواهد راټولوي. تر اوسه معلومه نه ده چې برید چا او ولې کړی دی او مسوولیت یې هم چا نه دی منلی.

 

د سیمې اوسېدونکو پر پېښه اندېښنه ښودلې او له چارواکو یې غوښتي چې پلټنه وکړي، برید کوونکي معلوم کړي او د خلکو د امنیت لپاره لازم ګامونه واخلي.