اسلام اباد (شال نیوز) : انټونیو ګوټېرېش ،د اکتوبر په ۶مه، په اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته وویل: “موږ د ترهګرۍ له ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان تر څنګ ولاړ یو.”
هغه چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ترڅنګ خبرې کولې، زیاته کړه: “زما پیغام د نړۍ په هره برخه کې یو شان دی. د ترهګرۍ ستونزې او د امنیتي مشروع اندېښنو ته رسېدنه اړینه ده.”
انټونیو ګوټېرېش ټینګار وکړ چې تجربې ښودلې، تر ټولو اغېزمن امنیتي اقدامات هغه دي چې پر نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او د قانون پر حاکمیت ولاړ وي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، پاکستان د څو لسیزو لپاره خپلې دروازې د افغانستان د میلیونونو هغو وګړو پر مخ پرانیستې وې چې له جګړو او بېثباتۍ تښتېدلي وو.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان خلکو هر څه چې لرل، له هغو کسانو سره یې شریک کړل چې د ملاتړ او امنیت په لټه کې وو.
د انټونیو ګوټېرېش په وینا، ملګري ملتونه ژمن دي چې له پاکستان سره د دې موضوع په برخه کې همکاري وکړي څو د افغان کډوالو ستنېدل په داسې ډول ترسره شي چې د هغوی کرامت خوندي وي او دا بهیر په خپله خوښه او خوندي توګه ترسره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون، د یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې پاکستان ادعا کوي، په دغه هېواد کې فعالې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې ګټه اخلي او هلته پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه لري.
اسلاماباد پر افغانستان خپل بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم توجیه کړي او د دغو بریدونو پر دوام یې ټینګار کړی دی. خو طالبان بیا وايي، هیجاته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان خاوره د ګاونډیانو پرضد وکاروي.


شال نیوز