پاکستان کې د انرژۍ په برخه کې یوې سترې پانګونې ته لاره هواره شوې ده. د بلوچستان د حب په سیمه کې به د ۴.۵ اربه امریکايي ډالرو په لګښت د تېلو د مصنوعاتو یوه لویه کارخانه جوړه شي، چې تمه ده د هېواد د انرژۍ اړتیاوو په پوره کولو او سیمه ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د سپیک ریفاینري پرایوېټ لمیټډ مشر ،ظفر شیخ، د سوداګرۍ له وفاقي وزیر ،جام کمال، سره په لیدنه کې د پروژې پر پرمختګ خبرې کړې دي. د غونډې پر مهال چارواکو ویلي دي چې دا پروژه به پاکستان د بهرنیو هېوادونو څخه د تصفیه شویو نفتي توکو پر واردولو لږ متکي کړي او د انرژۍ خوندیتوب به ورسره پیاوړی شي.
د پروژې مسؤلینو ویلي دي چې په کارخانه کې به پرمختللې ټېکنالوژي کارول کېږي او خام تیل به په پټرولو، ډیزلو او نورو نفتي مصنوعاتو بدلېږي. د دوي په وینا، د پروژې لومړني کارونه پېل شوي او د عملي پړاوونو لپاره نورې تیارۍ هم روانې دي.
ظفر شیخ ویلي دي چې د دې پروژې له امله به د جوړولو او وروسته د فعالیت په پړاوونو کې شاوخوا دوه زره مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شي.
هغه زیاته کړې چې پروژه به د حب او شاوخوا سیمو په اقتصادي پرمختګ، د خلکو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو او صنعتي ودې کې مهم رول ولوبوي.
د پروژې پلاوي له حکومته غوښتي دي چې د اړوندو قوانینو او پالیسۍ له مخې د پاتې اجازو په ترلاسه کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د پروژې چارې پر وخت بشپړې شي.
وفاقي وزیر جام کمال د دې پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان د خپلې مهمې جغرافیایي موقعیت، پراخ کورني بازار او سوداګریزو لارو له امله د لویو صنعتي او انرژۍ پروژو لپاره غوره فرصتونه لري.
د هغه په وینا، دا ډول پروژې نه یوازې د هېواد اقتصادي پرمختګ ته وده ورکوي، بلکې پاکستان د سوداګرۍ، انرژۍ او صنعت په برخه کې د سیمي په مهم مرکز هم بدلولی شي.

شال نیوز