د منځني ختیځ روان کړکېچ یو ځل بیا خطرناک پړاو ته داخل شوی دی او د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.

 

امریکايي او اسراییلي ځواکونو د ایران دننه پر یو شمېر پوځي او امنیتي هدفونو تازه بریدونه کړي دي. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې د ایران د هوايي دفاع، رادارونو، مخابراتي شبکو او د څارنې ځیني مرکزونه په نښه شوي دي.

 

امریکايي چارواکي وایي چې دا بریدونه یې د خپلو ځواکونو د خوندیتوب او د ایران د پوځي وړتیاوو د محدودولو لپاره کړي دي.

 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي، چې که ایران د واشنګټن غوښتنې ونه مني، نو راتلونکو ورځو کې به نور سخت پوځي اقدامات هم وشي. نوموړي دا هم ادعا کړې چې ایراني چارواکو د جګړې د درولو لپاره اړیکې نیولې دي، خو تهران دغه ادعا رد کړې ده.

 

بلخوا، د ایران سپاه پاسداران ویلي دي چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ پر اډې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

 

ایراني رسنۍ ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې د امریکا ځیني پوځي تاسیسات، راداري مرکزونه او مخابراتي وسایل په نښه شوي دي. خو امریکايي چارواکي وایي چې د دوي دفاعي سیستمونو د ایران ډېر توغندي او بې پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي او د احتمالي زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.

 

په بحرین کې له بریدونو وروسته د خطر زنګونه وهل شوي او چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې ده چې له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د بېړني حالت لارښوونې عملي کړي.

 

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې ایران به د هر ډول فشار او ګواښ پر وړاندې خپل دریځ وساتي او د هېواد له ګټو او حاکمیت څخه به دفاع کوي.

 

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم خبرداری ورکړی دی چې په سیمه کې ټول امریکايي پوځي مرکزونه اوس د ایران لپاره مشروع هدفونه دي.

 

په همدې حال کې نړیوالې اندېښنې هم زیاتې شوې دي. ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو پر دواړو خواوو غږ کړی دی چې له زغم نه کار واخلي او د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

 

پاکستان هم د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هلو ځلو ملاتړ کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد له ټولو اړخونو غوښتي چې د خبرو اترو لار خپله کړي او شخړه د مذاکراتو له لارې هواره کړي.

 

سیاسي شنونکي وایي که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د فارس خلیج امنیت، نړیوال سمندري تجارت، د تېلو نړیوال بازار او د منځني ختیځ ثبات به له جدي خطر سره مخ شي.

 

شنونکي خبرداری ورکوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمې پوځي شخړې پراخېدل به نه یوازې د سیمي بلکې د نړۍ پر امنیت او اقتصاد هم ژور اغېز وکړي، او د منځني ختیځ د یوې پراخې جګړې خطر به نور هم زیات کړي.