د هند شاوخوا ۶۰۰ زیارت کوونکي سِکهان ،د جون په ۱۰مه، د واګه پولې له لارې پاکستان ته راورسېدل، څو د سِک مذهب د پنځم مذهبي مشر د شهادت د کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې د «جوره مېلې» په نوم یادېږي.
د پنجاب د اقلیتونو چارو وزیر، د متروکه املاکو بورډ چارواکو او د پاکستان د ګوردوارو د انتظامي کمېټۍ غړو د واګه پر پوله د دغو سِک زیارت کوونکو هرکلی وکړ.
چارواکو وویل چې حکومت ټولو هغو سِک زیارت کوونکو ته د سفر اسناد ورکړي چې د دغو مراسمو لپاره یې غوښتنې کړې وې.
د متروکه املاکو بورډ یو چارواکي وویل چې له تېرو ۱۴ کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د جوره مېلې په مناسبت دومره لوي شمېر سِک زیارت کوونکي پاکستان ته راځي. د هغه په وینا، دغه مراسم د عقیدت، یووالي او درناوي په فضا کې ترسره کېږي.
چارواکي وایي چې د زیارت کوونکو لپاره د استوګنې، درملنې، امنیت او تګ راتګ بشپړ انتظامات شوي دي. د سختې ګرمۍ له امله د هغوي د خوندي ساتنې لپاره هم ځانګړي ګامونه پورته شوي دي.
د هندي سِکهانو د پلاوي مشرانو وویل چې پاکستان د دوي لپاره د دویم کور حیثیت لري او دلته مذهبي ځایونه د سِک مذهب له سپېڅلو ځایونو څخه ګڼل کېږي.
هغوي هیله څرګنده کړه چې د پاکستان او هند د خلکو ترمنځ به د سولې، مینې او ښه ګاونډیتوب فضا لا پیاوړې شي.
ټاکل شوې ده چې د دغو مراسمو مرکزي غونډه د جون په ۱۶مه نېټه د لاهور په یوه تاریخي ګوردواره کې ترسره شي.

شال نیوز