د پاکستان د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ د قامي اقتصادي شورا غونډه ،د جون په ۱۰مه ترسره شوه، چې پکې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د ۳۶۶۹ اربه روپیو ملي پرمختیايي بودجې او د اقتصادي ودې د نوو هدفونو منظوري ورکړل شوه.
د وزیراعظم دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې غونډې د شورا څلور واړه اجنډا توکي په اتفاق رایه منظور کړل او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره یې یو شمېر مهمې پرېکړې وکړې.
غونډې ته وویل شول، چې په روان مالي کال کې د هېواد اقتصادي وده ۳.۷ سلنه اټکل شوې، په داسې حال کې چې د راتلونکي مالي کال لپاره د ۴ سلنه اقتصادي ودې هدف ټاکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د راتلونکي مالي کال په پرمختیايي بودجه کې د وفاقي پرمختیايي پروګرام لپاره ۱۰۰۰ اربه روپۍ، د صوبو د کلنیو پرمختیايي پروګرامونو لپاره ۲۲۱۸ اربه روپۍ او د دولتي ادارو د پروژو لپاره ۴۵۱ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.
غونډې ته دا هم وویل شول چې په روان مالي کال کې د وفاقي پرمختیايي پروګرام لپاره ۸۲۰ اربه، د صوبو د پرمختیايي پروګرامونو لپاره ۲۹۳۸ اربه او د دولتي ادارو د پروژو لپاره ۳۵۵ اربه روپۍ لګول کېږي.
په دې موقع، وزیراعظم وویل چې د هېواد مخ پر زیاتېدونکې آبادي د پاکستان له سترو ننګونو څخه ده. هغه زیاته کړه چې د روغتیايي خدمتونو ښه کول، د ماشومانو د خوارځواکۍ مخنیوی، ښوونځیو ته د نه تلونکو ماشومانو شاملول او ځوانانو ته د روزګار فرصتونه برابرول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
هغه زیاته کړه، چې حکومت د ځوانانو د هنري او مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره پر تګلارې کار کوي او د صادراتو پر بنسټ اقتصاد د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګڼي.
شهباز شریف د وفاق او صوبو ترمنځ د پرمختیايي پروژو پر همغږۍ ټینګار وکړل او وې ویل چې ټولې پرمختیايي پروژې باید د ملي لومړیتوبونو او دوامدارو اقتصادي اهدافو له مخې تنظیم شي.
په غونډه کې ګډونوالو د خلیج سیمي د وروستیو ترینګلتیاوو له امله د نړیوال اقتصاد پر منفي اغېزو سربېره د پاکستان د اقتصاد د ثبات ساتلو او د سیمه ییز کړکېچ د کمولو لپاره د حکومت د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه وکړه.
قامي اقتصادي شورا د “اُړان پاکستان” پروګرام لاندې د اقتصادي پرمختګ ۱۱ ملي ماموریتونه هم منظور کړل او د منصوبه بندۍ وزارت ته یې سپارښتنه وکړه چې د وفاقي وزارتونو او صوبایي حکومتونو په همکارۍ د دغو پروګرامونو د عملي کولو لپاره چمتوالی ونیسي.
غونډې ته د پرمختیايي پروژو د ارزونې او څارنې نوې تګلاره هم وړاندې شوه چې پکې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د پرمختیايي پروژو د څارنې ازمایښتي پروګرام هم شامل دی.
وزیراعظم د غونډې د ټولو پرېکړو د اتفاق رایې له مخې د منظورۍ هرکلی وکړ او وې ویل چې په ملي چارو کې همدا ډول یووالی او همغږي به د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ ضمانت وګرځي.

شال نیوز