د سوات د ملم جبې د ملم کلي اوسېدونکي وايي، چې د کلي شاوخوا له ۸ تر ۱۰ کيلومتره پورې سړک له تېرو لسو کلونو راهيسي خراب پروت دی، چې له امله يې خلک د تګ راتګ، ناروغانو د لېږد او ورځنيو چارو په ترسره کولو کې د ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ځايي خلک وايي، د سړک د بيا رغونې ژمنې څو ځله شوې دي، خو تر اوسه پرې عملي کار نه دی پېل شوی. د دوي په وينا، د سړک خراب حالت په ځانګړي ډول د بارانونو پر مهال نور هم خرابېږي او د سيمي اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.
د ملم ويلج کونسل چيرمين ،سيد ذاکرالله، شال نيوز ته وویل، چې د ياد سړک جوړول د صوبايي حکومت مسؤليت دی، خو په دې برخه کې تر اوسه د پام وړ کار نه دی شوی. نوموړي زياته کړه چې د اوبو د ويستلو نالې بندې دي، چې له امله يې اوبه پر سړک راځي او سړک ته نور زيان رسوي.
بل لور ته د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومتي ګوند ،پاکستان تحريک انصاف، ځايي مشرانو ويلي، چې د سيمي د پرمختيايي پروژو په ځنډ کې د مخالف ګوند مسلم ليګ (ن) استازي هم مسؤليت لري.
د دوي په وينا، که سړک منظور شوی و، نو بايد عملي کار پرې پخوا پېل شوی وای. دوي دا هم ادعا کړې ده چې اوس د صوبايي اسمبلۍ د غړي ،اختر خان، د پرمختيايي فنډ له لارې د سړک د جوړولو د کار پيلولو هڅې روانې دي.
د پاکستان تحریک انصاف د ځایي غړو د دې ادعاو په اړه د مسلم لیګ ګوند غړو تر دې دمه کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی.
د سيمي اوسېدونکو خبرداری ورکړی دی چې که د سړک د جوړولو عملي کار زر پېل نه شي، نو د خپلو غوښتنو لپاره به پراخ احتجاجونه وکړي. دوي له صوبايي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د لس کلنې ستونزې د هواري لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

عصمت علي اخون