د افغانستان د غزني ښاروالۍ د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار په بېلابېلو سیمو کې د درې مهمو سړکونو د جوړولو چارې په رسمي توګه پېل کړې.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د حکیم سنایي صاحب سړک، د حلبي سازانو کوڅه او د شاه میرصاحب سړک شامل دي، چې ټولیز اوږدوالی یې ۸۵۶ مترو ته رسېږي. د سړکونو ترڅنګ به ویالۍ، پلونه او پلچکونه هم جوړ شي.
د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت، د دولتي ادارو استازو، قامي مشرانو او د سیمي اوسېدونکو ګډون کړی و.
ښاروال د مراسمو پر مهال وویل چې یادې لارې د ښار د اوسېدونکو له مهمو غوښتنو څخه وې او د ښار له ګڼې ګوڼې لرونکو مسیرونو څخه شمېرل کېږي. د هغه په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او یو شمېر ترانسپورتي ستونزې کمې شي.
نوموړي همداراز زیاته کړه چې د غزني ښاروالۍ نورې پراختیایي پروژې هم نهایي شوې دي او د تطبیق لپاره قراردادي شرکتونو ته د سپارلو په پړاو کې دي.
د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ویلي دي چې یادې پروژې به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او مهال وېش له مخې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ځايي قامي مشرانو او اوسېدونکو د دغو رغنیزو پروژو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د زیربنایي پروژو پلي کېدل د ښاري خدماتو د پراختیا او د غزني د پرمختګ لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

شال نیوز