د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (آیي اېس پي آر) ويلي دي چې د پوځ د هوايي ځواک اېم آيي-۱۷ هېلي کاپټر ،د جون په ۱۰مه، د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمیر د مظفراباد ښار ته نږدې د پورته کېدو پر مهال د تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلی او ټول سپاره کسان پکې وژل شوي دي.
دا په وروستيو کلونو کې د پاکستان د پوځ او حکومتي هوايي الوتکو د غورځېدو تر ټولو تازه پېښه ده.
د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې هم د ګلګت بلتستان د دیامر ضلعه په يوه سيمه کې د پاکستاني پوځ يو هېلي کاپټر د تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلی و چې پکې پنځه پوځيان وژل شوي وو.
له دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د خېبر پښتونخوا حکومت د ژغورنې يو هېلي کاپټر د مومندو په ضلعه کې د خرابې هوا له امله نسکور شوی و چې دوه پيلوټان او درې نور عمله غړي پکې وژل شوي وو.
هم دغه شان، د ۲۰۲۲ کال په دويمه نيمايي کې د پوځ دوه جلا هېلي کاپټرې غورځېدلې وې، چې د اګست په دويمه نېټه د بلوچستان د لسبېلې په ضلعه کې د يوې ورکې شوې پوځي هېلي کاپټر پاتې شوني وموندل شول. په دغه پېښه کې د پوځ د لوړپوړي لېفټننټ جنرال سرفراز علي په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي وو.
يوه مياشت وروسته، د بلوچستان د هرنايي ضلعې خوست سيمي ته نږدې د روزنيزې الوتنې پر مهال يو بل پوځي هېلي کاپټر وغورځېد چې د دوو مېجرانو په ګډون پکې شپږ پوځي افسران ووژل شول.
د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې د پوځ د هوايي ځواک يو هېلي کاپټر د سیاچین سيمي ته نږدې د ګانچې په ضلعه کې نسکور شو چې دوه پيلوټان پکې ووژل شول.
تر دې يو کال وړاندې، د ګلګت بلتستان د استور په ضلعه کې د ټپيانو د لېږد ماموريت پر مهال د تخنيکي ستونزې له امله د پوځ يو هېلي کاپټر غورځېدلی وه چې څلور پوځيان پکې وژل شوي وو.
همدارنګه د ۲۰۱۵ کال په مې مياشت کې د خېبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې ته نږدې د پاکستان پوځ يوه اېم آی-۱۷ هېلي کاپټر نسکور شوی وه. په دې پېښه کې د چورلکې ټول ۱۲ سپاره وژل شوي وو، چې پکې د ناروې او فلپين سفيران او د ماليزيا او اندونيزيا د سفارتونو مېرمنې هم شاملې وې.
چارواکي وايي، د مظفراباد د وروستۍ پېښې د لاملونو معلومولو لپاره د پلټنو کمیټه ټاکل شوې او د پېښې بشپړه پلټنې روانې دي.

شال نیوز