د خېبر پښتونخوا د اورکزو ضلعې د مشتي مېلې بازار اوسېدونکي او دوکانداران وايي، چې د روان کال ،د اپرېل په ۲۹مه، د سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له امله ورته اوښتي زیانونه لا هم نه دي جبران شوي او ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ځايي خلک وايي، سیلابي اوبو د مشتي مېلې په بازار او شاوخوا سیمو کې لسګونه دوکانونه، حجرې، سوداګریزې ودانۍ او کورونه زیانمن کړي دي. د دوي په وینا، ځیني ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او د ګڼ شمېر دوکاندارانو سوداګریز توکي او نور سامانونه اوبو وړي دي او یا د اوبو له امله له منځه تللي دي.
اغېزمن دوکانداران وايي چې د کلونو کاروبار یې په څو ساعتونو کې تباه شوی او د زیانونو کچه د لکونو روپو ته رسېږي. د دوي په خبره، د کاروبارونو درېدلو نه یوازې د هغوي عاید اغېزمن کړي، بلکې د ګڼو کورنیو د ژوند پر چارو یې هم منفي اغېز کړی دی.
د سیمي اوسېدونکي شکایت کوي چې د پېښې له تېرېدو نه پس یې لا هم د زیانونو د جبران لپاره د پام وړ مالي مرستې نه دي ترلاسه کړې. دوي وايي، چې د کورونو او دوکانونو د بیارغونې وس نه لري او د حکومت او مرستندویه ادارو بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
ځايي خلکو له وفاقي حکومت، د خېبر پښتونخوا له حکومت، د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) او نورو اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې د زیانونو عاجله سروې وکړي او اغېزمنو کورنیو او سوداګرو ته د مالي مرستو او بیارغونې ځانګړی پیکج اعلان کړي.
د مشتي مېلې بازار اوسېدونکي وايي، که د زیانمنو خلکو د ستونزو د حل لپاره پر وخت ګامونه پورته نه شي، نو د سیمي اقتصادي فعالیتونه به نور هم اغېزمن شي او د اغېزمنو کورنیو ستونزې به لا پسې زیاتې شي.

محمد عامر اورکزی