د پېښور د بډه بېرې په عمر اباد سيمه کې د اوبو د وېش پر سر د راپورته شوې شخړې له امله د ډزو په يوه پېښه کې د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.

 

د بډه بېرې پوليسو په وينا، پېښه ،د جون په ۱۰مه، د غني هوټل ته نږدې د کر کروندې په ځمکو کې هغه مهال رامنځته شوه چې د اوبه خور د نوبت او وېش پر سر د دوو خواوو ترمنځ لفظي شخړه راپورته شوه او وروسته په ډزو بدله شوه.

 

پوليس وايي، په وژل شويو کسانو کې یو سړی او د هغه مېرمن او زوې شامل دي، په داسې حال کې چې د کورنۍ يو بل غړی محمد عزير ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

 

د پوليسو په وينا، د پېښې په تړاو د څلورو کسانو پر ضد مقدمه درج شوې ده، چې په هغو کې دوه ښځې هم شاملې دي. چارواکي وايي د تورنو د نيولو لپاره عمليات روان دي او د پېښې د نورو اړخونو په اړه پلټنې دوام لري.

 

د اوبو او ځمکو پر سر شخړې په پښتني سيمو کې اوږد تاريخ لري. د خېبر پښتونخوا او پخوانيو قبایلي ضلعو په ګڼو سيمو کې اوبه د کرنې لپاره اساسي سرچينه بلل کېږي او د اوبو د نوبت، وېش او حقونو پر سر وخت ناوخته لانجې راپورته کېږي.

 

په دوديز ډول به دا ډول شخړې د جرګو او قامي مشرانو له لارې هوارېدلې، خو په ځينو مواردو کې دغه لانجې په تاوتريخوالي او مرګ ژوبلې اوښتي دي.

 

شنونکي وايي چې د نفوسو زياتوالی، د اوبو کمښت او د کرنيزو ځمکو پر ارزښت د سيالۍ زياتېدل د دې ډول شخړو له مهمو لاملونو څخه دي. هغوی ټينګار کوي چې د اوبو د عادلانه وېش، د ځمکو د شخړو د قانوني حل او د جرګو د رول پياوړتيا کولی شي د ورته خونړيو پېښو مخه ونيسي.