د خېبر پښتونخوا شانګلې ضلعې، تحصیل پورڼ په الوچ سيمه کې د اپریل په لسمه د ولس لخوا مظاهره شوې ده. د دې مظاهرې تعبيه د تحریک اصلاح او فلاح معاشره په نوم يوې ډلې کړې وه.

 

دغه ډله وایي چې دغه مظاهره يې د ګرانۍ، د تېلو او برېښنا د بيو د زياتوالي، د ریکل کنډو د ګوکن سړک د خراب حالت او د نورو ولسي ستونزو پرضد وکړه.

 

په دې مظاهره کې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و، چې له امله يې د جلسې په ځای کې د خلکو ستره ګڼه ګوڼه تر سترګو کېده. ګډونوالو د حکومت او اړوند ادارو پر ضد سخت شعارونه وکړل او غوښتنه يې وکړه چې د ولس ستونزې دې زر تر زره هوارې کړی شي.

 

مظاهره چيانو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د‌ دوي ستونزي دې زر تر زره هوارې کړی شي.

دغه مظاهره د څه وخت پس په پرامنه توګه ختمه شوه