په کرمه ضلعه کې د سختو بادونو او بارانونو له امله د برېښنا د مرکزي سپلايي لين د يو ټاور د نړېدو له امله بنده شوې برېښنا له اته ورځو بندښت وروسته بېرته بحال کړل شوه.

 

د قبایلي ضلعو د برېښنا د وېش ادارې (ټېسکو) اېس ډي او ،سيد علي حسين، ويلي دي چې د ټل سيمي ته نږدې د برېښنا د مرکزي سپلايي لين يو ټاور د طوفاني بادونو او بارانونو له امله نړېدلی و، چې له امله يې د کرمې په زياتره سيمو کې برېښنا پرې شوې وه.

 

نوموړي وويل، چې د ټاور د بيا رغونې چارې په يوه لېرې پرته او سخت تګ راتګ لرونکې سيمه کې ترسره شوې، چې له امله يې د برېښنا په بحالولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شول.

 

د هغه په وينا، د ټېسکو کارکوونکو د سختې ګرمۍ او ستونزمنو حالاتو باوجود شپه او ورځ کار وکړ او د برېښنا د بحالۍ چارې يې بشپړې کړې.

 

بلخوا د سيمي اوسېدونکو ويلي دي، چې د برېښنا د اته ورځني بندښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو. د هغوي په وينا، د څښاک اوبو رسد، د کورنيو ورځني کارونه او واړه کاروبارونه اغېزمن شوي وو، او د ګرمۍ له امله خلکو ته نورې ستونزې هم جوړې شوې وې.

 

د سيمپ خلکو د برېښنا د بحالېدو هرکلی کړی، خو غوښتنه يې کړې ده چې په راتلونکي کې د دایسې ډول ستونزو د مخنيوي لپاره دې د برېښنا د ټاورونو او لينونو د ساتنې او څارنې منظم نظام جوړ کړل شي، څو خلک د اوږدې مودې لپاره له برېښنا بې برخې نه شي.