د کوزې کورمې د بالش خېل په سيمه کې د ۱۳۲ کی وي د بجلۍ ټاور د سختې سيلۍ او طوفان له امله راغورځېدلی دی، چې له امله يې د پاړاچار ښار او د بره کورمې ګڼې سيمي له بجلۍ بې برخې شوې دي.

 

د قبایلي سیمو د بجلۍ د لېږد او وېش محکمې ،ټېسکو، سرچينو ترمخه، د ټاور راغورځېدو سره د بجلۍ مېن لائن ته زيان رسېدلی او پاړاچنار ښار، خواوشا سيمي او د پاک ـ افغان پولې سره نږدې يو شمېر کلي د بجلۍ نه محروم شوي دي.

 

ټېسکو چارواکي وايي، د زيان د کچې له کبله د بجلۍ د بحالۍ کار ښايي څو ورځې وخت واخلي.

 

بلخوا، ځايي خلکو د بجلۍ ټاور په راغورځېدو او د بجلۍ په بندېدو اندېښنه ښودلې ده. د هغوي په وينا، د بجلۍ د مين لائين او ټاورونو سمه ساتنه نه کېږي، چې له امله يې وخت په وخت د ټاورونو راغورځېدو پېښې رامنځته کېږي او خلکو ته ستونزې جوړېږي.

 

په خېبر پښتونخوا کې د جون په ۲مه سخت طوفان او باران شوی دی، چې له امله یې په ټوله صوبه کې ګن مالي او ځاني اړولي دي، او په صوبه کې ګڼو سیمو د بجلۍ نظام اغېزمن شوی دی.