د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې اوسېدونکي وايي چې له تېرو اتو ورځو راهيسي د برېښنا له نشتوالي سره مخ دي، چې له امله يې د زرګونو کورنيو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی. ځايي خلک وايي، چې دې اوږدې برېښنا پرېکون تر ټولو زيات زيان بېوزلو کورنيو ته رسولی دی.

 

د لوي اختر له تېرېدو وروسته ګڼو کورنيو هغه د غوښې برخه ،چې د اختر پر مهال ورته رسېدلې وه، په يخچالونو او فريزرونو کې ساتلې وه، څو په راتلونکو اوونيو او مياشتو کې يې وکاروي. خو د برېښنا د نشتوالي له امله دغه غوښه خرابه شوې ده او ډېرې کورنۍ اړ شوې چې یې وغورځوي.

 

د سيمي اوسېدونکي وايي چې د غوښې او نورو خوراکي توکو بيې دومره لوړې شوې دي چې ډېرې بېوزلې کورنۍ يې د اخيستو وس نه لري. د دوي په وينا، د اختر غوښه د کال يوازينۍ داسې موقع وي چې يو څه غوښه د راتلونکو ورځو لپاره وساتي، خو د برېښنا د اوږده پرېکون له امله يې دا هيله هم له منځه ولاړه.

 

خلک وايي يوازې د غوښې خرابېدل ستونزه نه ده، بلکې د برېښنا نشتوالي د څښاک اوبو رسولو، وړو کاروبارونو، دوکانونو او نورو ورځنيو چارو ته هم زيان رسولی دی.

 

دوکانداران وايي چې په يخچالونو کې ساتل شوي خوراکي توکي او مشروبات هم خراب شوي او مالي تاوانونه يې اړولي دي.

 

د سيمي اوسېدونکو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده، چې د برېښنا ستونزه زر تر زره هواره کړي او خلکو ته ووايي چې دا اوږد پرېکون به تر کومه دوام کوي. د دوي په وينا، په داسې حال کې چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د برېښنا نشتوالي د هغوي ژوند نور هم سخت کړی دی.