د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي، چې ایران د هرمز تنګي پر سر د امریکا یوه اپاچي پوځي چورلکه ویشتلې او امریکا به د دې برید ځواب ورکړي.
ټرمپ ،د جون په ۹مه، په خپل ټولنیز پیغام کې وویل چې د امریکا پوځ ورته خبر ورکړی دی چې تېره شپه د هرمز تنګي پر سر د ګزمې پر مهال ایران د امریکا یوه پرمختللې اپاچي چورلکه په نښه کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې امریکا به د دې برید پر وړاندې غبرګون وښيي.

خو د امریکا پوځي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې چورلکه د ایران په ډزو نسکوره شوې او که د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده. د راپورونو له مخې، د چورلکې دواړه پیلوټان ژغورل شوي او روغ رمټ دي.
دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې ده چې په وروستیو ورځو کې د ایران او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د امریکا له منځګړیتوب وروسته د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو د درولو اعلان هم شوی و.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو تېلو د لېږد یوه مهمه برخه ترې تېرېږي. شنونکي وايي، که د دې پېښې له امله تاوتریخوالی نور هم زیات شي، نو د سیمي امنیت او نړیوال بازارونه اغېزمنېدلی شي.

شال نیوز