د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمیر د کورنیو چارو وزارت د یوې رسمي خبرپاڼې له مخې، حکومت د هغو څلورو کسانو د نیولو لپاره د معلوماتو ورکوونکو ته د هر کس پر سر د یو، یو کروړ روپیو انعام اعلان کړی دی چې د “جوائنټ عوامي ایکشن کمېټۍ” له غړو سره تړاو لرلو تور پرې لګېدلی دی.
د جون په ۹مه، خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې هر هغه څوک چې داسې معلومات ورکړي چې د یادو کسانو په نیولو کې مرسته وکړي، د لسو میلیونو یا یو کروړ روپیو انعام به ترلاسه کړي.
د خبرپاڼې له مخې په مطلوبو کسانو کې شوکت نواز میر، عمر نذیر کشمیري، خواجه مهران ارشد او سردار امان خان شامل دي. د کشمیر حکومت ویلي دي چې د معلوماتو ورکوونکي هویت به په بشپړ ډول پټ ساتل کېږي.
بلخوا، د ټولنیزو رسنیو پر بېلابېلو پاڼو د دغو کسانو انځورونه هم د “مطلوب” تر سرلیک لاندې خپاره شوي او د انعام اعلان پکې شوی دی.
تر اوسه د یادو کسانو یا د جوائنټ عوامي ایکشن کمېټۍ له لوري د حکومت د دې اعلان په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.
دا اعلان په داسې حال کې شوی دی چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د جوائنټ عوامي ایکشن کمېټۍ له خوا د بیو لوړېدو، برېښنا او نورو ولسي ستونزو پر ضد پراخ احتجاجونه او لاریونونه شوي وو.

شال نیوز