د تیزاب برید ښکار شوې ډاکټره ،ماه نور ناصر، د روغتیايي ښه والي په حال کې ده او د کورنۍ غړي یې وایي چې د نوموړې د سترګو لید خوندي دی، په بشپړ هوش کې ده او له خپلوانو او ډاکټرانو سره خبرې کوي.

 

د کورنۍ په وینا، د ډاکټرې ماه نور پر بدن د سوځېدو ټپونه تر ډېره سطحي دي او د درملنې بهیر یې په منظم ډول روان دی. ډاکټران د اغېزمنو برخو څخه د مړې شوې پوستکي د لرې کولو چارې ترسره کوي او د پوستکي د پیوند جراحي عملیات به په پړاوونو کې ترسره کېږي. نوموړې دا مهال د کراچۍ په یوه ځانګړي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

 

ډاکټره ماه نور، چې د کوټې د سېول روغتون د جراحۍ په څانګه کې د تخصص د زده‌ کړې ډاکټره ده، څو ورځې وړاندې د روغتون دننه د تیزاب د برید ښکار شوه. د پولیسو په وینا، بریدګر د روغتون یو کارکوونکی و چې له برید وروسته یې د تېښتې هڅه وکړه، خو امنیتي ځواکونو تعقیب کړ او وروسته د نښتې پر مهال ووژل شو.

 

د پېښې پر مهال یو ځوان، عبدالرزاق، د ډاکټرې ماه نور د ژغورلو لپاره ورمخې ته شو، چې د مرستې په هڅه کې پخپله هم د تیزاب له امله ټپي شو.

 

عبدالرزاق ویلي، کله چې یې د مرستې چیغې واورېدې، سمدستي یې ځان د پېښې ځای ته ورساوه او هڅه یې وکړه چې اغېزمنه ډاکټره خوندي ځای ته انتقال کړي.

 

د هغه دې اقدام ته په ټولنیزو رسنیو او عامه حلقو کې پراخ هرکلی شوی دی او ګڼو خلکو هغه د اتل په نوم یاد کړی دی. د بلوچستان اعلی وزیر هم له عبدالرزاق سره اړیکه نیولې ده، د هغه د زړورتیا ستاینه یې کړې او د درملنې لپاره یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

 

د ډاکټرانو ټولنو، مدني فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو د دې پېښې غندنه کړې او له چارواکو یې غوښتي چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د امنیت لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. پولیس وایي چې د برید د انګېزې او نورو اړخونو په اړه پلټنې لا هم روانې دي.