لکي مروت کې، چې له يوې خوا د ناامنۍ او بدو پېښو لړۍ روانه ده، له بلې خوا ادبي او کلتوري هڅې هم پر خپل ځای دوام لري.

 

د “مروت انجمنِ علم و ادب” تر سيوري لاندې يو مهم سټډي سرکل جوړ شو، چې پکې د پښتون ټولنې د مروت کلتور په بېلابېلو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔

 

په دې ادبي دستوره کې ويناوالو د سيمي پر دودونو، ولسي رواياتو، ژبې او ادبي ارزښتونو رڼا واچوله او ويې ويل چې د داسې غونډو له لارې نه يواځې کلتوري پېژندګلو پياوړې کېږي، بلکې د ځوان نسل تر منځ د خپلې ژبې او هويت د ساتنې شعور هم زياتېږي۔

 

ګډونوالو ټينګار وکړ چې، سره له دې چې سيمه له امنيتي ستونزو سره مخ ده، خو ادبي او کلتوري فعاليتونه د ټولنې د مثبت انځور وړاندې کولو او فکري ودې لپاره ډېر اهميت لري۔

د دې غونډې نور جزييات د شال نيوز په دې راپور کې وګورئ.