د کوز سويلي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې ،د جون په ۹مه، د ناڅرګنده وسلوالو له لوري د سرکاري او شخصي ښوونځيو د تړلو له ګواښونو وروسته د زده کړو بهير اغېزمن شوی دی او په ځينو سيمو کې ښوونځي په موقتي ډول تړل شوي دي.

 

ځايي سرچيني وايي، د برمل تحصيل په يو شمېر سيمو کې ناڅرګنده وسلوالو خلکو ته ويلي دي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ونه لېږي. د سرچينو په وينا، په ځينو ځايونو کې د ښوونځيو د تړلو سپارښتنې هم شوې دي، خو د دغو ګواښونو د علت په اړه لا څرګند معلومات نشته.

 

د تعليم محکمې چارواکو تاييد کړې ده چې د امنيتي اندېښنو له امله په ځينو سيمو کې د ښوونځيو تدريس په موقتي ډول ځنډول شوی دی. د چارواکو په وينا، داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې ځينو کسانو زده کوونکي ښوونځيو ته له تګ منع کړي، چې له امله يې په څو تعليمي ادارو کې درسي فعاليتونه درېدلي دي.

 

سرچيني زياتوي چې د ښوونځيو موقتي تړل د زده کوونکو او ښوونکو د خونديتوب لپاره شوي، څو د هر ډول احتمالي پېښې مخه ونيول شي.

 

بلخوا د سيمي اوسېدونکو او مشرانو پر دې وضعيت اندېښنه ښودلې او غوښتنه يې کړې ده چې تعليمي ادارې دې د هر ډول شخړې او امنيتي ستونزو له اغېزو خوندي وساتل شي. د دوي په وينا، زده کړه د هر ماشوم بنسټيز حق دی او د ښوونځيو تړل د سيمي د راتلونکي لپاره زيانمن کار دی.

 

ځايي خلک وايي، په ځينو سيمو کې ښوونځي تړلي دي، خو تر اوسه د پوليسو او ملکي ادارې له خوا په دې اړه روښانه دريځ نه دی څرګند شوی، چې له امله يې د خلکو اندېښنې زياتې شوې دي.

 

سرکاري سرچيني وايي، چې د ښوونځيو د تړل کېدو تر شا اصلي لامل امنيتي ګواښونه دي او والدينو ته سپارښتنه شوې ده چې تر بلې خبرتيا پورې خپل ماشومان ښوونځيو ته ونه لېږي.

 

د سيمي خلکو له حکومت، ضلعي ادارې او اړوندو محکمو غوښتنه کړې ده چې د تعليمي چاپېريال د خونديتوب او د ښوونځيو د بيا پرانيستلو لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د زده کوونکو تعليم نور اغېزمن نه شي.