د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د خوندیتوب او هوساینې صوبايي کمېسیون او یونیسف ګډ پلاوي د کوز چترال د ماشومانو د خوندیتوب د دفتر لیدنه کړې او د ماشومانو د ساتنې په برخه کې یې د روانو فعالیتونو، ستونزو او لاسته راوړنو جاج اخیستی دی.
پلاوي د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره په لیدنه کې د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې پر روانو چارو، ستونزو او د ادارو ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.
وروسته پلاوي د دینین سیمي ته سفر وکړ او هلته یې د ټولنې پر بنسټ د ماشومانو د خوندیتوب د کمېټۍ له غړو سره ولیدل. د کمېټۍ غړو پلاوي ته د خپلو فعالیتونو، تجربو او هغو ستونزو په اړه معلومات ورکړل چې د ماشومانو د ساتنې په برخه کې ورسره مخ دي. پلاوي د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د دغو ځایي ډلو رول مهم وباله.
همداراز پلاوي د کوز چترال له اړوندو ادارو او استازو سره په یوه ګډه همغږۍ غونډه کې ګډون وکړ. د غونډې موخه دا وه چې د ماشومانو د خوندیتوب نظام لا اغېزمن، منظم او د ادارو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
په غونډه کې د ماشومانو د خوندیتوب د دفتر د فعالیتونو ستاینه وشوه. ګډونوالو وویل چې دغه اداره د ماشومانو د ساتنې، د قضیو د څارنې، اړینو خدمتونو ته د ماشومانو د رسولو او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې مهم رول لري. همداراز دا اداره د هغو ماشومانو په پېژندنه او ملاتړ کې مهمه ونډه لري چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
د پلاوي مشر اعجاز محمد خان، غونډې ته په وینا کې د صوبې په کچه د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې د شویو پرمختګونو، روانو پروګرامونو او د سیمو په کچه د عملي اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
د یونیسف استازو د صوبايي کمېسیون هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د ماشومانو د خوندیتوب د نظام د لا پیاوړتیا لپاره به خپل ملاتړ او همکاري روانه ساتي.
چارواکي وایي، د دې سفر موخه په سیمه ییزه کچه د ادارو ترمنځ همغږي زیاتول او د ماشومانو د خوندیتوب نظام لا اغېزمن کول دي.

سید اصف شاه کاکاخیل